د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۹

پاکستاني وسله وال په ننګرهار کې د داعش په نوم فعالیت کوي


شاوخوا درې مياشتې وړاندې د اسلامي خلافت یا داعش په نامه؛ یوې نوې وسله والې ډلې د شینوارو په ولسوالیو کې سر راپورته او په ډېره کمه موده کې يې د ډيورنډ کرښتې ته په پرتو سرحدي ولسوالیو اچین، سپین غر، نازیان، هسکې مینې، کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې د طالبانو د امارت اسلامي ډلې پر ضد وسله واله مبارزه پيل کړه چې د یوې میاشتې په دننه کې د دې ولسوالیو زیاتره سیمې له اماراتو پاکې کړې او د سپين بیرغ پرځای يې خپل تور بیرغ وځړاوه.

اوس هم دغه دواړه وسله والې ډلې د خوګياڼيو په ولسوالۍ کې یو بل ته لاس په ماشه ناست دي او وخت ناوخته د دوی ترمنځ د وسله والو نښتو رپوټونه خپریږي.

له هغې سیمې څخه چې د داعش ډله په کې فعاله ده د سیمې یوه تن د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د اسلامي خلافت په نامه وسله واله ډله ځان د ابوبکر البغدادي پورې تړي او د اماراتو پر ډلې تور پورې کوي چې د پاکستان د ای. اېس. ای څارګرې ادارې پر امر فعالیت کوي:

"دا ډله په اصل کې د دولت اسلاميه ډلې په نامه یادیږي او ځان بغدادي پورې تړي؛ دوی وايي، هغه اوامر چې په عراق او نورو سیمو کې عملي کیږي؛ هغه به دلته هم کیږي.

بل دوی لومړی د امارت ډلې پرضد اقدام وکړ او وايي؛ د امارت ډله د پاکستان ای. اېس. ای څارګرې ادارې پورې تړاو لري؛ دوی وايي، جهاد عامه کلمه ده، خو دوی یوازې افغانستان پورې محدود کړې ده."

د تور او سپين بیرغ توپیر؟

په تېرو ديارلسو کلونو کې چې د امارت اسلامي ډله په لرو پرتو سیمو کې فعاله وه؛ د افغان دولت پرضد د وسله والې جګړې تر څنګ د دې ډلې د فعالیت په ساحه کې د نشه يي توکو کرکیله او کاروبار ازاد و.

خو کله چې داعش په نامه وسله والې ډلې په یادو سیمو کې فعالیت پيل کړی؛ په دې سیمو کې د نشه يي توکو پر کرکیلې او استعمال او دارنګه له کور څخه د ښځو پر وتلو سخت بندیزونه لګولي.

د اچين ولسوالۍ اوسیدونکی عجب خان د دغو بندیزونو په اړه وايي:

"دوی د جمعې په ورځ دا مادې اعلان کړې چې ښځې به له کوره نه وځي؛ که شرعي عذر لري نو د کورنه محرم به ورسره وي؛ بله ماده يې دا ده چې ولور باید نور ختم شي؛ بله مساله چې دوی ډېره جدي نیولې ده؛ ټولو خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې په خپلو ځمکو باندې اپين او چرس ونه کري، د نشه يي توکو استعمال او قاچاق ټول يي بند کړی."

د عجب خان په خبره د داعش او امارت تر منځ یو لوي توپير په دې کې دی چې د دوی مالي ملاتړ تر امارتو ډېر قوي دی.

دی وايي، امارت به له ولس نه د عشر او په بله بهانه پیسې راټولولې؛ خو دوی عادي غړي ته له دېرش زرو کلدارو زیاتې پیسې معاش ورکوي او وسلې يې هم نوي او مجهز دي:

"هغوی به د ولس نه د عشر او لویو لویو قاچاقبرانو نه د ذکات په نامه راټولولې او دوی مالي امکانات ډېر زیات لري؛ مجهزې وسلې لري، موټرې ورسره دي دوی عادي کس ته شل دېرش زرو کلدارو نه لوړ معاش ورکوي او سرګروپانو ته بیا پینځه سوه - شپږسوه ډالر ورکوي."

په دغه ډله کې کمه فیصدي د امارت اسلامي ډلې هغه غړي چې بیعت يې ورسره کړی؛ خو زیاتره يې پاکستاني وسله وال دي.

عجب خان وايي، د داعش په ډله کې لويه برخه د پاکستان اورکزي او په دویم قدم کې افریدي دي چې ډیر يې اوس د خپلو فامیلونو سره یادو ولسوالیو ته راکډه شوي.

د ده په خبره دغه پاکستاني وسله وال زیاتره د حافظ سعید د ډلې پورې تړاو لري:

"په دې کې ډېر اورګزي دي؛ افریدي دي، افغانان هم شته، خو مشري يې ټوله پاکستانيانو سره ده؛ د دوی قومنده په اصل کې د حافظ سعید سره ده؛ ټول د هغه کسان دي، دلته فامیلو سره راغلي اوسیږي."

حافظ محمد سعید د لشکر طیبه ډلې مشر دی چې ده په نولس سوه نویم میلادي کال کې دا ډله تاسیس او د زیات وخت لپاره په کشمیر کې د هندي ځواکونو پرضد جګړه کوله.

د چارو څيړونکی استاد محمد انور سلطاني دا حرکت هم د سیمې استخباراتو یوه نوې پروژه بولي.

دی وايي، د سیمې استخباراتو سپين بیرغ پر تور واړاوه او له دې لارې غواړي چې هغه سخت دریځه خلک ختم کړي چې د دوی امر ته يې غاړه نه کيښوده:

"زه داسې سوچ کوم، هغه څوک چې د سیمې استخباراتو نه ياغي دي؛ د هماغه د ختمولو لپاره دا ګیم روان دی؛ ځکه هغه څوک چې ارام دي د دوی خواوته ورځي او څوک چې ورته غاړه نه ږدي هغه له منځه وړي؛ د دې ترشاه حتماً ډېره لویه برنامه ده."

د سيمې د خلکو په خبره د اسلامي خلافت ډلې په لومړي سر کې د حکومتي کسانو په اړه دریځ نرم و؛ خو په دې وروستيو کې ځينو خلکو ته ګواښ کړی چې له حکومت سره خپلې دندې پریږدي.

د ننګرهار ولایتي شورا وکیل ذبیح الله زمری هم دا خبره تايدوي چې دغې ډلې لومړی نرم دریځ نیولی و؛ خو اوس چې ځان يې په ولس کې ځای پرځای کړ؛ په دریځ کې سخت والی راغلی:

"دا ټول استخباراتي جنګونه دي؛ دوی لومړی نرم دریځ اختیار کړ چې په ولس کې ځای پیدا کړي؛ دوی اوس د اردو، د پولیس، د قومي مخور سرونه پرې کوي؛ زه وایم، د دوی نه بله جابره ډله نه شته او افغان حکومت يې باید د ختمولو پلان ولري."

بل خوا د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد وايي؛ د دغو دواړو وسله والو ډلو د ځپلو لپاره پوره چمتوالی لري.

خو نوموړی د دغو دواړو وسله والو ډلو ترمنځ خپل منځي جنګونه د خلکو او امنيتي ځواکونو په ګټه بولي:

"يوه ډله چې په ځان يې د داعش نوم ايښی دی؛ نور هماغه طالبان دي، د دوی ترمنځ اختلافات پيدا شوي د هسکې مينې په ولسوالۍ کې؛ د خوګياڼو وزیرو په ولسوالۍ کې په جنګونو اخته دي؛ تر اوسه دوی یو بل ته په سلګونو وسله وال وژلي؛ د دغو وسله والو ترمنځ جګړه د ټول افغانانو او د سولې راتګ لپاره او په خاصه توګه د امنيتي ځواکونو لپاره د خير ګام دی."

له دې وړاندې د ننګرهار والي سلیم خان کندزي هم ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې د دواړو وسله والو ډلو ترمنځ خپل منځي اختلافات د افغان دولت په ګټه بللي وو.

که څه هم د ننګرهار ولایتي چارواکي دا وسله والې نښتې د ځان په ګټه بولي؛ خو د کتوونکو په خبره په دغو سرحدي ولسوالیو کې د یادو وسله والو ډلو د نښتو او فعالیت له امله پر سیمه منفي اغیززيات دی.

دوی وايي، د دې نښتو له امله په سلګونو کورنۍ ښار او نورو امن سیمو ته راکډه شوې او دارنګه خلک خپلو بچو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځيو ته ولاړ شي چې دې ضعیت سره سيمه له پرمختګه شاته پاتې کيږي.

راپور:ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG