د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

"پاکستان دې د پوځي عملیاتو په اړه معلومات له موږ سره شریک کړي"


د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي هيله من دي چې پاکستان پر خپلو هغو ژمنو په عمل کولو سره چې د درې اړخيزې، پاکستان، افغانستان او قاطع ملاتړ د قواوو په غونډه کې يې کړي؛ دا ځل د سخت دريځو جنګياليو پر ضد د عملیاتو په اړه د افغانستان د دفاع وزارت سره معلومات شريک کړي.

ياد وزارت وايي چې مخکې په شمالي وزيرستان کې د نظامي عملياتو په اړه پاکستان له افغانستان سره هيڅ ډول معلومات نه وو شريک کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند دولت وزيري د آزادي راډيو خبريال ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د پاکستان، افغانستان او قاطع ملاتړ د قواوو په درې اړخيزه غونډه کې پرېکړه وشوه چې دواړه هېوادونه له پولې سره نيږدې د سخت دريځو پر وړاندې تر عملياتو مخکې له يو بل سره معلومات شریک کوي:

((که موږ د پولې دې خوا د افغانستان په خاوره کې عملیات کوو؛ له پاکستان سره يې په اړه معلومات شريک کوو. د دې خبرې مانا دا ده چې که موږ عملیات کوو او مخالفين تر پوله تيريږي؛ هغوی يې مخه نيسي او که هغوی عملیات کوي او مخالفين دې خوا ته را اوړي؛ موږ يې مخه نيسو.))

په همدې حال کې د راپور له مخې؛ د پاکستان پوځ په راتلونکو څو اوونيو کې د سخت دريځو پر وړاندې د اخري عملیاتو په خاطر تياری نيسي.

د پاکستان پوځ وايي، په جون مياشت کې د ضرب عضب عملیاتو له پيل راهيسي يې ۲۷۰۰ سخت دريځي وژلي دي او د هغوی تر ۸۰۰ زیات پټنځايونه يې له منځه وړي دي.

قبايلي مشران وايي چې تر اوسه لا د پاکستان د پوځ دا عملیات نه دي پيل شوي چې سخت دريځي هره ورځ په ډله ییزه توګه تر پوله د افغانستان په خاوره ننوځي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند د خبرو په دوام کې وويل چې پاکستان تېر کال د خپلو نظامي عملیاتو له پيله افغانستان ته خبر نه و ورکړی او له همدې کبله ګڼ شمېر بهرني تروريستان د افغانستان خاورې ته ننوتل.

د جنرال وزیري په وينا، دا جنګيالي په افغانستان کې نا امني رامنځته کوي او وېره خپروي:

((نو ځکه پرېکړه وشوه چې کله چې هغوی عملیات کوي؛ زموږ سره معلومات شريک کړي او کله چې موږ عملیات کوو؛ هغوی ته يې په هکله ووايو. افغانستان پر دې پرېکړه ژمن دی او هيله ده چې پاکستان هم ورباندې عمل وکړي.))

د پاکستان د پوځ يوه مشر چې له دې عملیاتو سره مستقيم تړاو لري؛ فرانسې خبري اژانس ته ويلي، له دې مخکې چې مځکني ځواکونه وګمارل شي؛ پوځ د اخري ځل لپاره هوايي بمبارۍ پيلوي.

XS
SM
MD
LG