د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

اوباما د عراق د صدراعظم له طریقه د ایران مشرتابه ته شخصي پیغام لېږلی


راپورونه وایي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما په دې وروستیو کې د عراق د صدراعظم له طریقه د ایران مشرتابه ته یو شخصي پیغام لیږلی دی.

همشهري هغه ایرانۍ ورځپاڼه ده چې وایي؛ د ایران د اټومي پروګرام په اړه د وروستي توافق په درشل کې د امریکا ولسمشر د ایران مشرتابه ته شخصي پیغام لیږلی دی.

دغې ورځپاڼې د یوه قانون جوړونکي له قوله لیکلي چې وایې: ((د ګاونډي هېواد یوه مشر دغه پیغام له اوباما څخه د تهران چارواکو ته رسولی دی.))

د ورځپاڼي په خبره، د پیغام موضوع د ایران د اټومي مذاکراتو په اړه وه؛ خو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

ورځپاڼه داسې ګڼي چې د پیغام انتقالوونکی د عراق صدراعظم حیدر العبادي دی. عبادي د جون پر اتمه په جرمني کې د جې ۷ هېوادونو د سرمشریزې په څنډو کې له اوباما سره لیدلي وو.

عبادي د جون پر ۱۷ تهران ته سفر وکړ او د ایران د ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي او له ولسمشر حسن روحاني سره وکتل.

همشهري دغه راز د اپریل په میاشت کې واشنګټن ته د عراق د صدراعظم د سفر یادونه کوي چې هلته نوموړي د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړې لپاره له امریکا څخه د وسلو غوښتنه وکړه.

لا تر اوسه هم د امریکا د ولسمشر د شخصي پیغام په اړه راپور په رسمي ډول نه دی تایید شوی.

په دې راپور کې د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې اړه معلومات نه لري.

د ایران فارس خبري آژانس چې د ایران ځواکمن سپاه پاسداران ته نژدې سرچینه ګڼل کیږي؛ لومړی ځل د مهرداد بذرپاش سره چې د پارلمان د مدیره هیات یو غړی دی؛ په دې اړه مرکه کړې ده.

فارس خبري آژانس د بذرپاش له قوله لیکي چې په دې شخصي پیغام کې، امریکا له ایران څخه په درناوي غوښتي چې د مذاکراتو میز ته راشي؛ خو د بذرپاش په خبره امریکا د خپلو رسنیو، عوامو او نورو هېوادونو مخته ایران ګواښي.

وال سټریټ ژورنال په نومبر کې په یوه راپور کې لیکلي وو چې اوباما خامنه یي ته یو پټ لیک استولی او په هغه کې یې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د جګړې په برخه کې د همکارۍ پر احتمال خبرې ورسره کړي وې؛ خو په دې شرط چې یوه اټومي موافقه وشي.

په همدې وخت کې د سپینې ماڼۍ ویاند د ولسمشر اوباما او د نړۍ د یوه مشر ترمنځ د شخصي پیغامونو د لیږلو خبره نه رد او نه تایید کړې ده.

ایران او متحده ایالات له ۱۹۷۹ کال راهیسې چې په تهران کې د امریکا پر سفارت برید وشو؛ په خپلو کې ډیپلوماتټیکي اړیکې نه لري.

ایران او پنځه جمع یو هیوادونه لکه بریتانیا؛ فرانسه، چین، جرمني، روسیه او د امریکا متحده ایالات هڅه کوي یوه داسې توافق ته ورسیږي چې له مخې به یې تهران ونه شي کولی اټومي وسلې ته لاسرسی پیدا کړي او د دې په بدل کې به د نړېوالې ټولني له خوا پر ایران لګیدلي اقتصادي بندیزونه لیرې کیږي.

XS
SM
MD
LG