د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

بګټى: د بلوڅو وسله والو ډلو تر منځ نښته کې ٢٠ وسله وال وژل شوي


د بلوچستان په ډېره بګټي سيمه کې د دوو خپلواکي غوښتونکيو سازمانانو د وسله والو تر منځ نښته شوې، چې په نتيجه کې يې دواړو غاړو ته شاوخوا شل تنه وژل شوي دي.

ويل کېږي نښته د هغو وسله والو ډلو تر منځ شوې، چې د دواړو مشري د نواب خيربخش مري زامن کوي.

بريايي شپه د کوټې ښار جنوب ختيځ لور ته په شاوخوا څلور سوه کيلوميټرۍ کې په ډېره بګټي سيمه کې دوو خپلواکي غوښتونکيو سازمانونو تر خپل منځ جګړه کړې، چې له امله يې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

نښته د ډېره بګټي په (پير مسوړي) نومي ځاى کې هغه وخت شوې، چې د بلوچ ليبرېشن آرمي وسله والو د يوه بل وسله وال سازمان بلوچ يونايټيډ آرمي پر (کرم خان کېمپ) وسله وال بريد وکړ او تر منځ يې څو ساعته د ډزو تبادله وشوه.

د بلوچستان د داخله چارو ايالتي وزير سرفراز بګټى وايي، د دوو جلاوطنه وروڼو حيربيار مري او زامران مري- چې دواړه د نواب خيربخش مري زامن دي- دوه وسله وال سازمانونه دي، چې تر منځ يې د پلار تر مړينې وروسته اختلافات پيدا شوي او نښته د دوى د وسله والو تر منځ شوې ده:

″د بي ايل اې او يو بي اې د وسله والو تر منځ نښته شوې، چې شاوخوا شل تنه ترهګر يې په خپل منځي جګړه کې وژل شوي دي. دا لرې پرته غرنۍ سيمه ده، زموږ امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې په سيمه کې د پلټنې عمليات ورپسې وکړي او واقعيت را برسېره کړي.″

د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو سازمانونو تر منځ دا نښته په داسې حال کې شوې، چې د تېرې جمعې په ورځ د بلوچستان حکومت او امنيتي ادارو د هغو وسله والو لپاره د بخښنې او نغدي مرستې اعلان وکړ، چې له امنيتي ادارو سره په جګړه بوخت دي، خو خپلواکي غوښتونکيو او جلاوطنه بلوڅ مشرانو تر اوسه په دې اړه کوم عکس العمل نه دى ښوولى.

د ځينو سرچېنو په وينا د بلوچستان څو ايالتي وزيران د پخواني قلات رياست د رئيس له زوى او جلاوطنه مشر شاهزاده مير سليمان داود احمدزي سره د مذاکراتو لپاره لندن ته ځي، د بلوچستان د داخله چارو وزير سرفراز بګټي دا خبره تاييد کړه او ويې ويل چې دغه وزيران د بلوچستان د حکومت په استازيتوب ځي، خو دا يې ونه ويل چې دوى به له نورو جلاوطنه بلوڅ مشرانو حيربيار مري، برهمداغ بګټي، مهران مري او جاويد مېنګل سره هم ويني که څنګه.

د يادونې وړ ده چې په بلوڅمېشتو سيمو کې شاوخوا لس وسله وال سازمانونه فعال دي، چې اکثر يې خپل بېل وسله وال کسان او وسله وال کېمپونه لري، چې د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي، خو دا لومړى ځل دى چې د دغو خپلواکي غوښتونکيو سازمانونو تر منځ وسله واله نښته شوې او لسګونه کسان پکې وژل شوي دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG