د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

ولسمشر غني وايي افغان میرمنې به د سولې په بهیر کې اساسي ونډه ولري نه تشریفاتي


افغان میرمنې به د افغانستان د سولې او ثبات په بهیر کې اساسي ونډه ولري؛ نه تشریفاتي.

ولسمشر محمد اشرف غني دا څرګندونې نن (د سې شنبې په ورځ) یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې او په دغو برخو کې یې د ښځو په پراخ ګډون ټينګار وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي د افغان ښځې فعاله ونډه کولای شي؛ د سیمې په کچه اساسي بدلونونه راولي.

ولسمشرغني چې د سې شنبې په ورځ یې د ښځو، سولې او امنیت لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د تطبیق پيژندغونډې ته وینا کوله؛ وویل، له نارینه و سره د ګډ کار لپاره ښځو ته د زمینې برابرول په افغانستان کې له اساسي ستونزو څخه دي.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په دوام په ځانګړې توګه د سولې په پروسه کې د افغان میرمنو په ونډې ټينګار وکړ.

((زه غواړم یقین در کړم چې انشاءالله تعالی هغه وخت چې د سولې مذاکراتو ته ورسیدو؛ د افغان ښځې دریځ او ګډون به واقعي وي؛ نه تشریفاتي.))

ولسمشر وویل، په راتلونکو کلونو کې باید د ښځو د ګډون پیاوړي کولو ته بودجه ځانګړې شي او دا بودجه باید په ارقامو وښیي چې په دغه برخه کې څومره پيسې لګیدلي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې لا هم د افغانستان په نوي نسل کې دا مفکوره شته چې ښځو ته په کمه سترګه کتل کیږي او په خبره یې دا ستونزه یوه اساسي بدلون ته اړتیا لري.

افغان ولسمشر وویل چې حکومت په بېلابېلو برخو کې ښځو ته د ونډې ورکولو ژمنې عملي کړي دي او په ځانګړې توګه یې د سترې محکمې عالي شورا ته د یوې ښځينه غړې معرفي کول له خپلو افتخاراتو څخه وبلله.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه راز وویل چې د سترې محکمې د عالي شورا د ښځینه غړې پر ټاکنې د عالمانو یوه بشپړه اجماع شته:

(( سترې محکمې ته د یوې ښځې راتګ د قضایې سیسټم د بدلون په معنی نه ده او په دې برخه کې د عالمانو بشپړه اجماع موجوده ده.))

ولسمشر غني د کابینې له غړیو وغوښتل چې لږ تر لږه یو معینیت ښځو ته ورکړي.

دا مهال د کابینې څلور وزارتونه او دوه ولایتونه د ښځو له خوا اداره کیږي.

ښځینه فعالانې هم د ملي وحدت په حکومت کې د ښځو له پراخ ګډون څخه رضایت څرګندوي.

یوه له دغو فعالانو څخه محبوبه سراج ده:

((هر څه چې نه وې دا مهال د افغانستان په کابینې کې بیا هم افغان ښځو خپله ونډه اخیستې ده. یو څلور وزیرانې شته او دا ښیي چې افغان ښځې توانیدلي د سیاسي ګډون په برخه کې خپله ونډه ترلاسه کړي.))

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندې کولو او هغوی ته د پراخ مشارکت له زیاتو هڅو سره - سره بیا هم دا هېواد د ښځو د ژوند کولو لپاره د نړۍ له لسو بدو هېوادونو څخه یو دی.

د ښځو د حقونو فعالانې او بیلابیل بنسټونه د دې ستونزو د حل لپاره تل حکومت ته دا سپارښتنه کوي چې باید د قانون عملي کولو ته جدي پام وکړي او له مجازاتو د معافیت فرهنګ له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG