د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

په کابل کې نننۍ انتحاري حملې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې


د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې په نننۍ انتحاري حمله کې یو ملکي کس وژل شوی او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

دا انتحاري حمله شاه خوا یوه نیمه بجه نهمې امنیتي حوزې پورې اړوند د حامد کرزي د نړېوال هوايي ډګر پر سړک سترې محکمې او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نږدې وشوه.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیميپه سیمه کې خبریالانو ته وویل؛ حمله کوونکي کرولا ډوله موټر د بهرنیو ځواکونو له کاروان سره وجنګاوه:

((تاسې وینئ چې دا د بي بي مهرو زیات دی؛ دلته یو کرولا موټر د بهرنیو له ټانک سره ځان وهي؛ بهرنیان تلفات نه لري، له بدمرغه په دې روژه میاشت کې زموږ ۲۲ بې ګناه هېوادوال ټپان شول او یوکس هم شهید شوی.))

په سیمه کې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه ډېره زوروره وه او په سیمه کې یې د نږدې ودانیو ښیښې هم ماتې کړي.

دوی وايي، د ملیکانو په ګډون ځینې بهرنیان یې هم لیدلي چې په دې پېښه کې ټپیان شوي وو:

((۱- نوم مې رحمت الله دی، په مارکیټ کې وم چې چاودنه وشوه؛ ومې لیدل چې دوه امریکايي ټانګونه ویجار شوي وو.

۲- نوم مې احمد ضیا دی. په چاودنه کې موټر هم زیانمن شوي و؛ کسانو ته هم په کې تلفات اوښتي وو.))

که څه هم تراوسه د دې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی؛ خو له دې وړاندې دې ته د ورتو حملو مسوولیت وسله والو طالبانو منلی و.

په عین حال کې نن له غرمې مخکې د کابل ښار په لوېدیځه برخه د دارالامان پرسړک هم په یوه رنجر ډوله پوځي موټر کې د مقناطیسي مین چاودنه وشوه چې ویل کیږي؛ دوه تنه په کې ټپیان شوي دي.

شاوخوا دوه اونې وړاندې هم ۷ انتحار کوونکي د افغانستان پر ملي شورا ډله ییزه حمله وکړه چې دوه ملکي وګړي په کې ووژل شول او ترشلو زیات ټپیان شول.

په ولسي جرګه د کابل د خلکو استازې شکریه بارکزۍ چې د پېښې په ځای کې حاضره وه دا حمله په سختو ټکو وغندله.

مېرمن بارکزۍ دا عمل له اسلام سره په ټکر کې وباله او له حکومته یې وغوښتل چې د دې ډول حملو د مخنیوي لپاره چټک اقدامات وکړي.

((پاکستان زموږ دښمن دی، تاسې باید پوهه شئ، په کوم کتاب کې راغلي چې په روژه کې د بې ګناه خلکو وژنه روا ده؛ مسلمانان دا کار کوي که یهودان؛ زه دوی ته مسلمان نه شم ویلای، هغه څوک به جنت ته ولاړ نه شي چې په روژه کې مسلمان ووژني.))

دې حملې یوځل بیا په کابل ښار کې خلک سخت اندیښمن کړل او دوی له حکومت نه غواړي چې امنیتي تدابیر جدي کړي.

له دې حملې یوه ورځ وړاندې په کابل کې لسګونو دیني علماوو په یوه غونډه کې له افغان حکومت او وسله والو مخالفانو وغوښتل چې اوربند وکړي ترڅو د سولې خبرو ته زمینه مساعده شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG