د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

صدیقي: ملي امنیت د داعش پرضد یو ځانګړی ځواک جوړ کړی


د افغانستان د ملي امنیت ریاست د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد د مبارزې لپاره د ځانګړي ډلې د جوړېدو خبر ورکوي.

د یاد ریاست ویاند د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې داعش د افغانستان د امنیت لپاره ګواښ وباله؛ خو ويي ویل چې د دې ډلې پرضد د مبارزې لپاره نوي پالیسي ښه نتیجه ورکړې ده.

په داسې حال کې چې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو فعالیتونه مخ په ډېرېدو دي؛ د افغانستان ملي امنیت ریاست وایي؛ د دې ډلې پرضد د مبارزې لپاره یې هلې ځلې چټکې کړي دي.

د ملي امنیت ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل؛ د ملي امنیت شورا په لارښونه د هېواد درېیو واړو امنیتي ارګانونو یو ځانګړی ګډ ځواک جوړ کړی چې داعش ډله وځپي.

نوموړی وایي، داعش د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ستر ګواښ دی:

((د ملي امنیت ریاست د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه خاصه کاري ډله چې د اپراتیفي، تحلیل، تجزیي او ځانګړو ځواکونو څخه ده جوړه کړي ده او تر اوسه موږ توانیدلي یو چې د دې لارې څخه لاسته راوړنې ولرو او د داعش پر وړاندې د مبارزې څو مثالونه یاد کړو.))

ښاغلی صدیقي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په څو ولایتونو په تېره په هلمند کې د داعش هسته کمزوري کړي ده.

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د ځپلو لپاره د مبارزې د ځانګړې ډلې د جوړېدو خبره په داسې وخت کی کیږي چې له دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې د یادې ډلې د مهارولو لپاره د ملي امنیت د شورا له خوا یوه ملي پالیسي تصویب شوې ده.

په عین حال کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو ویاندویان د داعش او نورو وسله والو مخالفانو پرضد د تصفیوي او تعرضي بریدونو خبر ورکوي.

دفاع وزارت وايي چې د سې شنبې ورځې راهیسې یې د هوايي ځواک په مټ څه دپاسه سلو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې او خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

بل خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې په درېیو ولایتونو فراه، هلمند او ننګرهار کې یې د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو ته زیانونه دي.

((په هلمند، فراه او ننګرهار ولایتونو کې چې د داعش تروریستي ډلې موجودیت تایید شوی؛ پولیسو او افغان نورو امنیتي ځواکونو په درېیو واړو ولایتونو کې یادې ډلې په خلاف اقدامات کړي او تر اوسه یوازې په ننګرهار کې د داعش ډلې ۳۵ وسله وال وژل شوي دي.))

د داعش یا اسلامي دولت ډلې د ځپلو لپاره دا اقدامات داسې مهال کیږي چې په ځینو سیمو کې دې ډلې پراخ فعالیتونه پیل کړي او خلکو له دې امله اندېښنې څرګندې کړي.

په همدې حال کې د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان دا جګړه چې په کې د وسله والو طالبانو په ځای د داعش نوم ډېر یادیږي؛ یوه نړېواله ستونزه یادوي او وايي چې پرضد یې د مبارزې لپاره باید سیمه ییزه همکاري رامنځ ته شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG