د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

کراکر: ایران په عراق کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ تخریبونکی رول لوبولی


په عراق کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر پر ایران تور لګوي چې په عراق کې يې د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ د تشدد په پراختیا کې تخریبونکی رول لوبولی او هیڅ مرسته یې نه ده کړې.

راین کراکر پرون [چهارشنبه] له ازادي راډیو سره په مرکه کې، باور څرګند کړ چې د ایران د انقلابي ګارډ قدس ځواکونه په عراق کې خپله زړه جګړه پرمخ بیايي.

راین کراکر په افغانستان، پاکستان او عراق او د منځني ختیځ په یو شمېر نورو هېوادو کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

کراکر باورڅرګند کړ چې ایران په عراق کې د کردانو، سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ د ویش کړنلاره عملي کوي.راین کراکر زیاته کړه:

((ماته داسې څرګندیږي چې د ایران قدس ځواکونه په عراق کې داسې کړن لاره عملي کوي چې دا هېواد د تل لپاره د شیعه ګانو، سنیانو او کردانو په سیمو وویشل شي.))

په عراق کې د امریکا پخواني سفیر د ایران د اټمي پروګرام په اړه د تهران او د امریکا په ګډون د نړۍ د شپږو قدرتونوترمنځ موافقې ته په اشاره وویل چې امریکا به یوازې [غوره] موافقه لاسلیک کړي. راین کرارکر وړاندې وویل:

((موږ به ښه موافقه لاسلیکوو. دا څرګنده ده چې امریکا یوازې هغه موافقه مني چې زموږله نظره ښه وي. داسې موافقه چې زموږ او د سیمې د ټولو هېوادو په ګټه وي.))

په عراق کې د امریکا پخواني سفیر زیاته کړه چې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ موافقه داسې نوې فضا رامنځ ته کولای شي چې په هغه کې به د ډیپلوماتیکو خبرو او د اړیکو د پراختیا چې مخکې یې فکر نه شو کیدلای، امکان پیدا شي.

د امریکا متحدو ایالاتو، فرانسې، چین، روسیې، بریتانیې او جرمني په ویانا کې له ایران سره د اټمي پروګرام په اړه مذاکرې جاري ساتلې دي.

مخکې ټاکل شوې وه چې په دې اړه وروستۍ موافقه د جون په30وشي خو مذاکره کونکو دا وخت یوه اونۍ تمدید شو. د ایران د اټمي پروګرام په اړه موافقې ته د جولاي 7وروستی مهلت ګڼل شوی دی. رایین کراکر پرون ازادي راډیوته وویل:

((دا چې د ویانا د مذاکرو له بهیره ډير معلومات دباندې نه راوزي څرګندوي چې خبرې ډيرې حساسې مرحلې ته رسیدلې وي.))

XS
SM
MD
LG