د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

پکتیکا: پاکستان افغان پولي ته نږدې د تاسیساتو په ودانولو لګیادي


د پکتیکا والي امین الله شارق وايي، د پاکستان پوځ له ډيرې مودې راهیسې د افغانستان خاورې ته نږدې، په غیر قانوني ډول د تاسیساتو په ودانولو لګیادی.

د پکتیکا والي امین الله شارق پرون [چهارشنبه] ازادي راډیو ته وویل چې د برمل ولسوالۍ او انګور اډې ترمنځ په سرحدي سیمو کې د پاکستان د پوځ د تاسیساتو زیاتیدل ښايي د دواړو هېوادو د سرحدي ځواکو ترمنځ د پرونۍ نښتې یو اصلي دلیل وي.

د پکتیکا والي وویل چې برمل ولسوالۍ ته یو پلاوی د څيړنې لپاره تللی څو د د وروستۍ نښتې په اړه معلومات راغونډ کړي. امین الله شارق وړاندې وویل:

((په سرحدونو کې تل ستونزې وې او تر اوسه د دې پيښې جزئیات نه دي څرګند شوي نو تللی هیات به معلومات راغونډ کړي او جزئیات به یې له موږ سره شریک کړي.))

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت په وینا، پرون برمل ولسوالۍ او انګور اډې ترمنځ، د پاکستان او افغانستان د سرحدي ساتونکو په نښته کې یو افغان پولیس وژل شوی دی.

د پکتیکا والي وايي چې حمله د پاکستاني ځواکو له لورې شوې او افغان سرحدي ساتونکو یوازې د هغوي د حملې په ځواب کې ډزې کړې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني قدرت ته له رسیدو راهیسې له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا هڅې پيل کړې دي.

ښاغلي غني ویلي، په افغانستان کې جګړه د دواړو هېوادو ترمنځ له همکارۍ پرته نه شي ختمیدلای.

د پکتیکا والي پرونۍ نښتې ته په اشاره وویل، د داسې لانجو مطرح کول د حکومتونو کار دی او باید له سیاسي او دپلوماتیکو لارو وکتل شي.

د پاکستان د پوځ خبرپاڼه وايي، انګور اډې ته پرون د افغانستان له لوري یو ار-پي-جي راکټ ور ویشتل شوی او د افغانستان له لوري د سپکو وسلو ډزې هم ور شوې دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې د دوي له لوري یوازې دوه 2 تنه زخمیان شوي دي.

د انګور اډې یوه اوسیدونکي صاحب نور رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې پرون تر پيښې وروسته، پوله بنده وه او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیده .

د انګور اډې یوه بل اوسیدونکي، خان وزیر پرون رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د افغان او پاکستاني لوري تر منځ خال – خال ډزې، تر پرون ماښامه اوریدل کیدې.

XS
SM
MD
LG