د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

داعش د مصر په سینا کې لسګونه سرتیري وژلي


د اسلامي دولت ډلې سره تړلو وسله والو پرون د مصر په سینا ټاپو وزمه کې د مصر پر پوځي پوستو څوهماهنګ شوي ځانوژونکې بمي چاودنې او حملې ترسره کړي چې په نتیجه کې یي په لسګونو سرتیري او نژدې سل حمله کوونکي وژل شوي دي.

په دغه ناکراره سیمه کې دغه نښتې چې په څو لسیزو کې تر ټولو خونړۍ دي د مصر د لوی څارنوال له وژل کیدو او د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي له ژمنې وروسته چې ویلي یې دي، د اسلامي سخت دریځو ځپل به ګړندۍ کوي، رامنځ ته شوی دی.

چارواکو وویل، د ځانګړو ځواکونو یوې ډلې په قاهره کې پر یوه اپارتمان حمله وکړه او د پارلمان د یوه پخوانی غړي په ګډون یې د منع شوي اخوان المسلمین ۹ تښتیدلي غړي ووژل.

اخوان المسلمین د دغې پیښې په غبرګون کې د السیسي پرضد د پاڅون غږ کړی او ویلي یې دي چې دغه ۹ تنه په قتل رسیدلی.

د مصرچارواکو د وروستیو شخړو ملامتي په اخوان المسلمین اچولې او هغه یې یوه تروریستي ډله نومولې ده.

په سینا کې وسله والو له اسلامي دولت ډلې سره اتحاد کړی دی.

چارواکو وویل چې په دغو تنظیم شویو حملو کې په شیخ زوید ښارګوټي کې پوځي پوستې په نښه شوي او د توپونو او توغندیو ډزې پرې شوې وې.

پوځ هم په مقابل کې له جنګي الوتکو او هیلکپټرو څخه کار واخیست.

په سینا کې دغه نښتې په ۱۹۷۳ کال د عربو او اسراییلو ترمنځ له جګړې وروسته تر ټولو لویه جګړه ده.

چارواکو وویل چې په دغو نښتو کې، ۶۴ سرتیري، ۹۰ وسله وال او ۴ ملکیان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG