د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د مسکو او واشنګټن همکاري یواځې د ایران د اټمي خبرو په اړه لیدل کیږي


سره له دې چې د مسکو او واشنګتن اړیکې د سړې جګړې نه وروسته تر ټولو کړکېچن وضعیت ته رسیدلي خو یواځې په یوه برخه کې بیا هم د دوی ترمنځ همکاري لیدل کېږي چې هغه له ایران سره اټمي خبرې دي.

د اوکراین شخړې د روسیې او امریکا د اړیکو ټول اړخونه کړکېچن کړي خو مسکو او واشګټن دواړه بیا هم کوښښ کوي چې ایران سره داسې یو توافق ته ورسیږي چې دغه هېواد اټمي وسله جوړه نه کړي.

د دواړو هېوادونو چارواکي عملي وړاندیزونه او د دغې موضوع په هکله ښه نیت چې پراخ اختلافات یې لاندې کړي؛ د همکارۍ سبب ګڼي.

امریکا پوهیږي که چیرې ایران سره اټمي توافق ته ونه رسیږي نو د منځني ختیځ په یوې نوي جګړې کې یې د داخلیدو خطر شته.

د امریکا جمهوررییس نه غواړي چې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په یوې ډیرې مهمې موضوع کې ناکامي په میراث پریږدي.

واشنګټن ویلي، که چېرې ډیپلوماتیک زیارونه بریالي نه شي نو د ایران په اټمي تاسیساتو به برید وکړي.

خو دا چې اسراییل په دغو ګواښونو کې له امریکا هم مخکې دي واشنګټن خپلو ډیپلوماتیکو هلوځلو ته لا زور وړکړی.

روسان هم د امریکا او ایران ترمنځ جنګ نه غواړي.

ګاري سیمورچې تر دوه کالو مخکې په اټمي لانجې کې د امریکا له خوا مرکچي وو وايي، روسیه غواړي چې په منځني ختیځ کې د امریکا حضورمحدود کړي نو د ایران او امریکا اټمي توافق یې ستراتیژیکې ګټې تامینوي.

ښاغلی سیمورچې اوس مهال د هاروارډ د پوهنتون د تحقیقاتو په مرکز کې کارکوي وایي، روسیه نه غواړي چې امریکا د نړۍ دلته او هلته هېوادونه بمبارد کړي.

بله خبره دا ده چې ایران سره اټمي مذاکرات د منځني ختیځ د نورو شخړو د څیړلو لپاره د مسکو او واشنګټن ترمنځ یوه دروازه پرانیزي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیرخپل امریکایي ساری سره پرونۍ غونډې نه مخکې ویلي وو چې د دوی خبرې د اسلامي دولت ډلې خلاف مبارزې لپاره د دواړو هېوادونو او د سیمي د نورو دولتونو د همکارۍ د څیړنې یو فرصت هم دی.

ګاري سیمور وایي، په داسې حال کې چې روسیه او امریکا د سوریې د رژیمه د مسکو د ملاتړپه هکله سره اختلافات لري خو د کرملین دغه ملاتړ اوس د اسلامي دولت ډلې د ماتولو په مقایسه ثانوي موضوع ده.

سره له دې چې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو د پرونۍ غونډې موضوع د ایران اټمي خبرې وې خو د غونډې په پای کې د سرګي لاوروف څرګندونو وښوده چې د دغه فرصته د ګډو اندیښنو د څیړنې لپاره هم کار اخیستل شوی دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر وویل چې د اسلامي دولت ډلې ضد کمپاین د وضعیت د کنټرول لپاره دواړو خواوو ټاکلي نظریات وړاندې کړل.

XS
SM
MD
LG