د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

وسله والو په چارصده کې د خدايي خدمتګارۍ تحريک سپين ږيرۍ مبارز وژلى


نامعلومو وسله والو د پنجشنبې په ورځ د خيبرپښتونخوا د چارصدې په اتمانزو سيمه کې د باچا خان د خدايي خدمتګارۍ تحريک سپين ږيرۍ مبارز دوست محمد خان (خان بابا) په ډزو وواژه.

د چارصدې ځايي امنيتي چارواکي وايي چې ناڅرګندو وسله والو په اتمانزو کې د عوامي نېشنل پارټۍ پردفتر ناتاره ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې دغه سپين ږېرۍ مبارز او د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر دوست محمد خان ځاى پرځاى ووژل شو.

د دوى په وينا چې سيمې ته پوليس ور رسېدلي، سيمه يې محاصره کړې، خو په خبره يې چې بريد کوونکي تر پېښې وروسته په تېښته بريالي شوي دي.

د چارصدې د پوليسو يوه مشراعجاز خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پېښې په اړه وويل:

((دا خو دى خپل افس [دفتر] ته را روان وو چې د دفترپه خوا کې پرې په موټر سايکلو ناستو نامعلومو وسله والو ډزې وکړې چې دا په کې په سر ولګېده او ځاى پرځاى مړ شو. موږ پلټنې پيل کړي دي، خو په اړه يې نور څه نه شو ويلى.))

دوست محمد خان پر ۱۹۲۳م کال په اتمانزو کې زیږېدلی و. نوموړى د باچا خان د زوى ولي خان له نزدې ملګريو انګېرل کېده چې خپل ټول ژوند یې نه یوازې د باچا خان له غورځنګ خدايي خدمتګار سره د ولسي خېر ښېګړې په هلوځلو کې تېر کړی و، بلکې لا هم د پښتنو د سیاسي او ملي تحریک فعاله غړی و.

په خيبر پښتونخوا ايالت کې په دې وروستيو کې د ملتپالو ګوندونو پر مشرانو او غړيو بريدونه يو ځل بيا زيات شوي چې د ډېرو مسووليت وسله والو پاکستاني طالبانو منلى دى.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستانيو ځواکونو د تېر ميلادي کال له جون مياشتې راهيسې افغان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې د مېشتو وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي چې لا هم دوام لري.

امنيتي مقامات ادعا کوي چې دغو عملياتو کې يې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ، د هغوى نېټ ورک يې له منځه وړى او د شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ ٩٠ سلنه برخې يې له ترهګرو کړي دي.

د يادونې وړ ده چې په چارصده کې خدايي خدمتګار تحريک مبارز دوست محمد خان د وژنې مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG