د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

پاکستان: اوبو ته د اورګاډى لوېدو ١٤ افسران وژلي


د پاکستان د پنجاب ايالت ګوجرانوله ښار ته نزدې د پاکستانيو پوځيانو لېږدونکي يو ځانګړى اورګاډى د اوبو نهر ته لوېدلى چې په نتيجه کې يې د درېیو جګپوړو پاکستاني افسرانو په ګډون لږ تر لږه ١٤ کسان وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه پر خپل ټويټر پاڼه په يوه خپور کړي بيان کې ويلي چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې د پوځيانو لپاره ځانګړي اورګاډي د پنجاب ايالت له پنو عاقل څخه کهاريا نومې سيمې ته پوځيان لېږدول.

د باجوه په خبره، اورګاډى چې کله د ګوجرانواله جامکې چټا نهر ته ورسېد؛ نو ناڅاپه پر نهر تړلى پل ونړېد او د اورګاډي څلور ډبې اوبو ته ولوېدې؛ په نتيجه کې يې د جګپوړو پوځي افسرانو په ګډون ١٤ کسان ووژل شول، چې تر دې دمه د ٨ مړي راوېستل شوي او د نورو لټون روان دى.

د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، د پوځ ژغورونکې ډله او نورو مرستندويه ادارو د پېښې په ځاى کېژغورونکي عمليات پيل کړي چې په تر دې دمه يې لږ تر لږه ٨٠ ټپيان له اوبو راوېستي او د درملنې لپاره يې روغتون ته لېږدولي دي.

د راپورونو له مخې، په دغو ٤ ډبو کې شاوخوا ٣٠٠ کسان ناست وو چې ډېرى يې ژغورل شوي دي.

د پاکستان د رېلوې وزير خواجه سعيد رفيق د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې که څه هم دمګړۍ د پېښې د رامنځته کېدا په اړه څه نه شي ويلاى؛ خو په پېښه کې د ترهګرۍ امکان هم نه شي ردولاى:

((د پېښې په ځاى کې د چاودنې نښې نښانې نه دي موندل شوي؛ خو داسې برېښي چې په دې کې کوم بل اړخ هم دخېل دى؛ ځکه چې دا ډول پېښې ناڅاپي نه رامځته کېږي؛ بلکې يواځې په هغه صورت کې يې د رامنځته کېدو چانس وي چې يا خو چاودنه وشي او يا هم له مخکې نه د پل د ماتولو هڅه وشي.))

نوموړي زياته کړه چې د دغې پېښې د هراړخيزې پلټنې لپاره يې د پاکستان د امنيتي ادارو د غړيو په ګډون يوه کمېټه جوړه کړې چې پلټنې يې پيل کړي دي او ښايي په درېیو ورځو کې د پېښې دقيق جزييات په ډاګه کړي.

له بلې خوا د دغه وزارت د تخنيکي برخې چارواکيو هم د هر اړخيزو پلټنو غوښتنه کړې او ټينګار کوي چې دغه پل کومه تخنيکي ستونزه نه لرله؛ بلکې پر همدې ورځ پرېتر دغه اورګاډي مخکې نور هم پورې وتي وو.

په دغه پېښه کې وژل شوي پوځي افسران ليفټننټ کرنل عامر جدون؛ ميجر عادل، کيپټن کاشف، ليفټيننټ عباس او سب ميجر اسلم نومېږي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د دې هېواد نورو سياستوالو پوځيانو په مړينه ژوره خواشينې ښودلې او صدراعظم نواز شريف اړوندو ادارو ته د بېړنيو پلټنو امر کړى دى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG