د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

ولایتي شورا: د ميدان وردګ مرکز د سقوط له خطر سره مخامخ دى


د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي وایي چې وسله والو طالبانو د دې ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د تېرې ورځې راهیسې سخته جګړه پیل کړې او تر دې مهال یې ۱۱ امنیتي پوستې له افغان ځواکونو څخه نیولې دي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي خبرداری ورکوي؛ که چېرې حکومت په جلریز ولسوالۍ کې د روانې جګړې مخه ونه نیسي؛ نو د ولایت مرکز به هم ډېر ژر سقوط وکړي.

د ولایتي شورا دغو غړو د جمعې په ورځ د یوه خبرې کنفرانس پرمهال وویل چې په جلیریز ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۳۰ افغان سرتیري وژل شوي او یو شمېر نور نادرکه دي.

دوی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره همدارنګه له افغان حکومت څخه په کلکه وغوښتل چې په میدان وردګو کې د نا امنیو مخه ونیسي:

((د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي د میدان وردګو نورو سیمو ته د وسله والو مخالفانو له پرمختګ څخه سخت اندښمن دي؛ روان ګواښونکی امنیتي وضیعت به لوی انساني ناورین رامنځ ته کړي؛ موږ مرکزي چارواکو ته خبرداری ورکوو؛ که د دغو حملو د کنټرول لپاره لاس په کار نه شي؛ نو دا نا امنۍ به پایتخت کابل ته هم ورسیږي.))

له بلې خوا د میدان وردګو د ولایتي شورا مرستیال مسعود شینزی وردګ وایي چې تراوسه د جلیز ولسوالۍ ۱۱ پوستې د وسله والو لاس ته ورغلې دي.

نوموړي همدارنګه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل:

((د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې ۱۱ امنیتي پوستو سقوط کړی دی؛ که دا حالت دوام وکړي؛ نو مرکز میدان ښار به هم سقوط وکړي؛ په امنیتي تشکیلاتو کې موږ ډېر پروسنل لرو؛ خو هلته د پولیسو په سطحه کې یوه قوي رهبري نشته.))

خو له دې سره د افغانستان د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان بیا د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دوی ځواکونه د جګړې سیمې ته رسیدلي او ډېر ژر به له لاسه وتلې پوستې د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راشي:

(( ګواښونه شته، تېره ورځ متاسفانه په جلریز کې جګړه نښتې وه؛ یو شمېر پولیسو تاکتیکي شا تګ کړی؛ خو موږ د ملي اوردو سرتیري او نورو قطعات سیمې ته استولي دي؛ تصمیم لرو هغه پوستې چې سقوط سره مخ شوې؛ هغه بېرته ونیسو او پولیس په کې ځای پرځای کړو.))

وسله وال طالبان بیا د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې د یو شمېر پوستو د نیولو ترڅنګ د ګڼو افغان سرتیرو د وژل کېدو ادعا کوي.

تر دې مخکې وسله والو مخالفانو په کندز، بدخشان، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ډله ییزې حملې کړي.

خو د چاروکارپوهان په دې باوردي چې په امنیتي ادارو کې کمزوري او ناتواني د دې لامل شوې چې افغان ځواکونه دفاعي حالت غوره او حکومت یوشمېر سیمې له لاسه ورکړي.

دوی وايي چې لومړی باید امنیتي ارګانونه په ټول هېواد کې د لوړې کچې ګواښونه وڅیړي او د هغوی په اساس لازم تدابیر او کوټلي اقدامات تر سره کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG