د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

پاکستان په اسلام اباد کې افغان سفير ته احتجاج کړى


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان سفير احضار کړى او د افغانستان په کندهار ښار کې يې د پاکستان د قونسلګرۍ د يوه کارکوونکي د نيونې او پر پاک - افغان پوله د وروستي کړکېچ له امله يې ورته اندېښنه څرګنده کړې او احتجاجي ليک يې ورسپارلى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په کندهار کېافغان چارواکيو د پاکستان د قونسلګرۍ يو مامور د پنجشنبې په ورځ نيولى او تر ډېره يې له ځان سره ساتلى و چې بيا وروسته په کابل کې د پاکستاني سفارت د چارواکيو تر هڅو وروسته دوى ته وسپارل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفير ورغوښتى و او په انګور اډه کې د پاکستانیو ځواکونو له خوا د تاسیساتو جوړولو او پرافغان سرحدي پولیسو د حملې له امله يې ورته اعتراض کړى و.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې افغان سفير جانان موسى زي ته په کندهار کې د پاکستاني قونسلګرۍ د مامور د نيولو د پېښې پر سر پر احتجاج سربېره په پکتيکا کې افغان پولې ته نزدې انګوره اډه کې د ډزو او نښتې پر پېښې هم اندېښنه څرګنده شوې ده.

د راپورونو له مخې، د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ د چهارشنبې په شپه د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په سيمه کې وروسته له هغې نښته وشوه چې پاکستانيو ځواکونو غوښتل د افغانستان په خاوره کې دننه پوځي تاسيسات جوړ کړي.

خو د پاکستان دولتي مقامات د افغان دولت تورونه ردوي او ټينګار کوي چې پاکستانيو ځواکونو په انګور اډه کې دا تاسيسات په خپله خاوره کې دننه جوړول چې له افغان خاورې پرې بريد وشو او لږ تر لږه ٢ پاکستاني امنيتي سرتېري په کې ټپيان شول.

له بلې خوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په انګور اډه کې د پاکستانيو ځواکونو له خوا پر افغان خاوره د تاسيساتو جوړول د نړېوالو اصولو او ډیپلوماټیکو روابطو خلاف بللى و او ادعا يې کړې وه چې په دغه جګړه کې يو افغان سرتېرى او ٨ پاکستاني پوځيان وژل شوي ول.

که څه هم په افغانستان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د نوي دولت تر رامنځته کېدو وروسته د پاکستان او افغانستان اړيکي د پخوا په پرتله ښې شوې وې او دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او پوځي پلاوو راشه درشه هم ډېره شوې وه؛ خو له تېرو څو اوونيو راهيسې دا اړيکي يو ځل بيا ترينګلې ښکاري.

دا اړيکي تر هغې وروسته ترينګلې شوې چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو په حملو کې ډېروالى راغلى او د افغانستان ملي امنيت څو ورځې وړاندې د دې هېواد د ملي شورا پر ودانۍ د بريد پړه د پاکستان د استخباراتي ادارې د ځينو چارواکيو پر غاړه واچاوه.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په کندهار کې د خپل مامور او په انګور اډه کې د دواړو هېوادنو د پوځيانو ترمنځ جګړې ته په اشاره وايي:

((دواړو وروڼه هېوادونه نژدې اړيکې لري چې اوس لا پراخې او غوړېدلي دي. دغو اړيکيو ته په کتو بايد داسې پېښې ونه شي.))

د يادونې وړ ده چې په انګور اډه کې د پاکستان او افغانستان د امنيتي ځواکونو ترمنځ دا جګړه لومړۍ نه ده؛ بلکې تر دې مخکې د دواړو هېوادونو د امنيتي سرتېرو ترمنځ د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې هغه مهال جګړه شوې وه چې پاکستانیو ځواکونو غوښتل په افغان خاوره کې دننه دروازه او تاسیسات جوړ کړي؛ خو افغان ځواکونو یې مخه ونیوله چې په نتيجه کې يې د قاسم خان په نوم یو افغان سرحدي پولیس هم ووژل شو.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG