د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت وايي چې که پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پارونو مخه ونه نیسي؛ نو د کابل او اسلام آباد ترمینځ اړیکې به نورهم ترینګلې شي.
د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند خبرداری ورکوي چې که پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پارونې بندې نه کړي د دواړو هېوادونو په اړیکو کې کړکېچ به لا زیات شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د انګورو اډې په سیمه کې د افغان او پاکستاني سرتېرو د نښتې یادونه وکړه او آزادي راډیو ته یې وویل؛ که د دې ډول پېښو مخنیوی ونه شي د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنېدای شي:
((په هغه صورت کې چې په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د تکرار مخنیوی ونه شي؛ د اړیکو د ښېګڼې او د ښه او سوله ییز ګاونډیتوب د پراختیا په مقصد د دواړو هېوادونو هڅې به زیانمنې شي.))
د افغانستان سرحدي ځواکونو د چهارشنبې په شپه د انګورو اډې په سیمه کې له پاکستاني عسکرو سره وروسته له هغه نښته کړه چې د سرحدي پولیسو په وینا هغو غوښتل د افغانستان په خاوره کې پوځي تاسیسات جوړ کړي.
د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرارحسین د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو او د دې وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي د کابل غوښتنه ورته څرګنده کړه چې پاکستان باید د انګورو اډې په سیمه کې د تاسیساتو له جوړولو ډډه وکړي.
ښاغلي مستغني وویل، په کابل کې د پاکستان سفیر ته یادونه وشوه چې د دواړو خواوو ستونزې یوازې په خبرو اوارېدای شي:
((د یوې دایمي حل لارې د موندلو په خاطر- هم د دې مشخص مورد او هم د نورو ورته ستونزو لپاره چې کله ناکله پېښېږي افغانستان او پاکستان د پوځي او سیاسي ډیالوګ په برخو کې د دوه اړخیزو غونډو د میکانیزمونو له لارې دا مسایل حل کولای شي.))
افغان چارواکو همداراز د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې د پاکستان د قونسلګرۍ یو مامور ونیوه. د دغه ډيپلوماټ د نیول کېدو جزییات نه دي روښانه او نوم یې هم نه دی ښودل شوی؛ خو راپورونه وايي چې وروسته په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارل شوی دی.
له بلې خوا په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر هم پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو او د پاکستاني ډيپلوماټ د نیول کېدو په اړه وضاحت ترې وغوښتل شول.
د پخواني ولسمشر حامدکرزي د واکمنۍ په دوره کې د افغانستان او پاکستان اړیکې کله خورا ترخه او کله له حده زیات خواږه کېدل. خو د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت له واکمنېدو وروسته چې د کابل او اسلام آباد ترمینځ همکاري پراخه شوه؛ دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې کړکېچ تر دې حده جدي کېږي.