د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

د کندز په خان اباد کې غیرمسوول وسله وال له خلکو څخه باج اخلي


د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې غیرمسوول وسله وال له دوی څخه په زوره پیسې او د کور سودا غواړي.

دغه مطلب د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ یوشمېر ځايي اوسېدونکو او دوکاندارانو ازادي راډیو ته بیان کړ.

دوی شکایت کوي چې په دې ولسوالۍ کې څه باندې پنځه زره غیر مسوول وسله وال حضور لري او د دغو ټوپکیانو له لاسه خلک پوزې ته راغلي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، اوس چې کوچنی اختر ته په ګتو شمار ورځې پاتې دي؛ نو دغو غیرمسوول وسله والو د ښار په دوکاندارانو باندې نوې جامه، بوټونه، واسکټونه، پټکي او د اختر سودا حواله کړي چې دې مسالې خلک سخت اندېښمن کړي دي.

د هغوی په وینا، که څوک د غیرمسوولو وسله والو له وړاندیز څخه سرغړونه وکړي؛ نو د سر په تاوان یې تمامیږي، ځکه خلک مجبور به دي چې د هغوی هرډول غوښتونو او وړاندیزونه ته غاړه کیږدي.

د خان آباد ولسوالۍ څوتنو اوسېدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

((محمد سلیم یم. غیرمسوول وسله وال له خلکو نه باج اخلي؛ له دوکاندارنو نه بوټونه او هغه دوکانداران چې خوراکي توکي خرڅوي له هغوی څخه غوړ او نور توکي په زوره اخلي؛ خپل کورونو ته یې وړي. همدارنګه له بزازانو څخه جامه په زوره اخلي؛ فقط همغه د رباني وخت دی خپل سري جریان لري؛ حکومت نسته، باخساس نسته، فقط پر خلکو باندې د ټوپکیانو ظلم روان دی.

((محمدظاهر یم. حکومت باید دغه اربکیان خلع سلا کړي؛ دغه د ملت قاتلان له منځه لرې کړي او دغه ظالمان بندیان کړي؛ څو خلک د دغو ټوپکیانو له شر او ظلم څخه خلاصون پیدا کړي.))

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له څلورو کلونو راهیسې دوی له دې ستونزې سره لاس او ګریوان دي؛ د هغوی په خبره چې دغه ستونزه یې د کندز له سیمه ییزو چارواکو همدارنګه له مرکزي چارواکو سره په وار - وار شریکه کړې؛ خو تر اوسه پورې ورته کومه جدې پاملرنه نه ده شوې؛ دغه خلک همدارنګه د کندز سیمه ییز چارواکي د خپلسرو ټوپکیانو پر وړاندې بې وسې بولي.

د خان اباد ولسوالۍ یو تن دوکارانو خپله ستونزې داسې بیان کړه:

((نیسم یم. وروره پرموږ باندې ډېر ظلم روان دی؛ یو خوا ناامنې ده بل خوا ته دغه وسله وال خلک راځي پرموږ باندې کالۍ حواله کوي یو قوماندان په ما باندې ۲۰ جوړه د آرش کالي حواله کړي دي؛ یو نه ده دوه نه دې موږ ژر کوم یوه ته یې کالۍ ورکړو؛ هغه ورځې قوماندان له مانه کالۍ واخیستل؛ کله چې مې پیسۍ ورڅخه وغوښتلې؛ زه یې وهلم. دغه ده لاس یې راته مات کړ، حیرانه پاتې یو چې څه وکړو او کومې خواته ولاړ شو.))

په همدې حال کې د کندز د امنې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني وايي چې د غیرمسوول وسله والو حضور دوی هم په اندېښنه کړي دي؛ هغه زیاتوې چې تراوسه پورې دوی ته خلکو شکایت نه دی کړی چې غیرمسوول وسله وال له دوی څخه باج او یا هم د عشر او زکات په نوم پیسې اخلي.

حسیني وویل، که چېري دوی په دې اړه کوم اسناد او رسمي شکایت ترلاسه کړي؛ امنیتي ځواکونو دومر توانائي لري چې په سیمې کې د غیرمسوولو وسله والو مخنیوی وکړي.

د یادونې ده چې ولسمشر محمداشرف غني د ټاکنو پرمهال د کندز له خلکو سره ژمنه کړې وه؛ که دی ولسمشر شي، نو په لومړۍ قدم کې به غیرمسوول وسله وال خلع سلاح کړي. خو د ملي یوالي حکومت له جورېدو څخه ۹ میاشتې تېرې شوي دي؛ اما تراوسه پورې ارګ د غیرمسوولو وسله والو پر وړاندې کوم جدې غبرګون نه دې ښودلي.

رپور: اجمل آرین- کندز

XS
SM
MD
LG