د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

احمدزى: ولسي جرګې ته دې ژر د دفاع بل کانديد وزير رامعرفي شي


ولسي جرګې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره بل کس ورته د دفاع د وزير په توګه معرفي کړي؛ څو د دوبي تر رخصتيو مخکې ورته د تاييد يا رد رايه ورکړي.

ولسي جرګه په داسې حال کې له ولسمشر څخه د دفاع وزارت لپاره د بل کانديد وزير د معرفي کېدو غوښتنه کوي چې پرون همدغې جرګې معصوم ستانکزي ته د باور رايه ورنه کړه.

ښاغلي ستانکزي د دوه سوه ديارلسو وکيلانو له ډلې يوازې د ٨٤ وکيلانو مثبتې رايې خپلې کړې او ونه توانېد د افغانستان دفاع وزير شي.

ولسي جرګې تر دې مخکې شېر محمد کريمي ته هم د باور رايه نه وه ورکړې.

اوس د ولسي جرګې دويم مرستيال محمد نذير احمدزى وايي؛ د ولسي جرګې تر رخصتۍ مخکې بايد ولسمشر دوى ته بل کس د دفاع وزارت د کانديد وزير په توګه معرفي کړي:

”زه خپله په دې زيات خپه يم ځکه موږ بايد يو قانوني دفاع وزير درلودلاى او د باور رايې يې اخيستي واى. خو دا د وکيلانو خپل صلاحيت دى. اوس له ولسمشر او اجرایيه ریيس نه هيله کوو چې ژر تر ژره د دفاع وزارت لپاره بل کانديد وزير رامعرفي کړي چې د ولسي جرګې د دوبي تر رخصتۍ مخې د باور رايه ورکړل شي.“

د ولسي جرګې دويم مرستيال د دې جرګې له خوا د معصوم ستانکزي پر ردېدو خواشيني څرګنده کړه.

د ولسي جرګې د دوبي رخصتي د زمري يا اسد پر لومړۍ نېټه پيلیږي او د وږي يا سنبلې تر ١٥مې دوام کوي.

د پوځي چارو کارپوه، پخوانى جنرال عتيق الله امرخېل وايي؛ ولسي جرګې په دې مساله کې سليقوي چلند وکړ؛ بله دا چې د ده په خبره حکومت په خپله پر څو برخو وېشل شوى:

”دوى په خپلو کې په دې اخته دي چې دا وزارت زما دى؛ بل يې وايي لوى درستيز زما دى؛ يو وايي، دا سړى زما نه خوښیږي او بايد په واک کې نه وي.

څوک وايي دې سړي د برهان الدين رباني په وژنه کې لاس درلود. دا د ولسي جرګې سليقوي چلندونه دي؛ ځکه نو په دې هېواد کې جګړه ده، خلک وژل کیږي او ولسوالۍ سقوط کوي.“

لا معلومه نه ده چې حکومت به کله بل کس د دفاع وزارت د کانديد وزير په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړي؛ خو د حکومت يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي؛ ازادي راډيو ته وويل چې معصوم ستانکزى ښايي د يو څه مودې لپاره د سرپرست وزير په توګه خپل کار ته ادامه ورکړي.

هڅه مو وکړه، د دې مسئلې په اړه د ولسمشر د ويندويانو نظر هم ولرو؛ خو د هغوى په موندلو بريالي نه شولو.

ښاغلى ستانکزى تر دې مخکې د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر و.

په داسې حال کې چې د افغانستان په څو ولايتونو کې جګړې روانې دي؛ دافغان قواوو تلفات زيات شوي او څو ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلي، ځينې کسان په دغسې وضعيت کې د دفاع وزير نشتوالى يوه جدي ستونزه ګڼي.

XS
SM
MD
LG