د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

مشرانو جرګې د اعتراض په ډول د جرګې دروازه وتړله


د افغانستان مشرانو جرګې د حکومت له خوا د دوی غوښتنو ته د نه پاملرنې او په هېواد کې د نا امنیو د زیاتېدو په اعتراض د موقت وخت لپاره د جرګې دروازه وتړله.

د افغانستان مشرانو جرګه وایي، د هېواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او چارواکي هم د استجواب په صورت کې د دوی غونډو ته نه حاضریږي.

مشرانو جرګې د چارواکو د همدې بې پامۍ له امله احتجاج وکړ او د اعتراض په بڼه یې تر راتلونکې چهارشنبې پورې د جرګې دروازه وتړله.

د جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار وایي؛ که حکومتي چارواکي د دوی غونډو ته د بې اعتنایي په اړه ځواب ورنه کړي؛ خپل اعتراض ته به دوام ورکړي:

((د امنیتي اورګانونو بې کفایتي چې مجلس ته د ځواب لپاره نه راځي او خپلو سرتېرو ته تجهیزات نه شي رسولی او د حکومت د ټولو اورګانونو بې تفاوتي چې د ملي شورا په مقابل کې په ځانګړي ډول د مشرانو جرګې پر وړاندې کوي؛ موږ په احتجاجي ډول خپلې دروازې تر چهارشنبې ورځې پورې تړو؛ که چېرې زموږ اعتراض ته غوږ ونه نیول شي دا اعتراض به دوام وکړي.))

مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ هم د بهرنیو چارو وزیر استجواب کړی و؛ خو صلاح الدین رباني د جرګې غونډې ته حاضر نه شو.

سناتورانو ویل چې د کابینې اکثره غړي د استجواب په صورت کې غونډې ته نه ورځي او په بېلابېلو پلمو ځان د سناتورانو له پوښتنو خلاصوي.

خو د چارو یو شمېر کارپوهان بیا د مشرانو جرګې له دې اعتراض سره مخالف څرګندوي.

دوی وایي چې مشرانو جرګه باید له خپلو قانوني صلاحیتونو ګټه واخلي او دا ډول اعتراضونه خلکو ته پریږدي.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مشر اجمل هوډمن ازادي راډيو ته وویل:

((د مشرانو جرګې د دروازو تړل او یا احتجاج کول کوم ځای نه نیسي؛ زه فکر کوم دا د سناتورانو کار نه دی بلکې باید خلک داسې اعتراضونه وکړي؛ نو مشرانو جرګه باید له خپلو قانوني صلاحیتونو کار واخلي.))

د مشرانو جرګې غونډو ته د چارواکو له بې اعتنایي پرته د هېواد د امنیتي وضعیت خرابوالی او په دې برخه کې د حکومت د مشرانو بې غورۍ د سناتورانو د اعتراض بل لامل و.

سناتورانو د جلریز ولسوالۍ وروستۍ پېښې ته په اشارې وویل چې د پیښې اصلي عاملین باید په ګوته او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

پخوا تر دې داسې راپورونه موجود وو چې د جلریز په پېښه کې یوشمېر کسانو بې غوري کړې او له همدې امله محلي پولیسو ته زیاته مرګ ژوبله واوښته.

د جرګې ځينو غړو ويل چې تر ٥٢ ساعتونو نښتو وروسته هم په جلرېز کې يادو سيمه ييزو پوليسو ته مرسته ونه رسېده او دا کار د امنیتي چارواکو ښکاره بې غوري په ګوته کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG