د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

يونان: د سختو اقتصادي پلانونو په اړه ټولپوښتنه کېږي


د یونان شاوخوا لس میلیون وګړي چې د رایو ورکولو مستحق دي، نن په هغه ټولپوښتنه یا ریفراندم کې برخه اخلي چې د دې هیواد د اقتصادي ژغورنې په مقصد ترسره کیږي.

یونانیان ترډیره په دې اړه چې ایا هغه سخت اقتصادي پلان چې اروپایي مشرانو دې هیواد ته وړاندی کړی ومني اوکه هغه ردکړي؟، په خپلو کې ویشل شوي دي.

ننۍ ټولنپوښتنه د یونان د صدراعظم الیکسیس سیپراس چې کین اړخی سیاست وال دی په غوښتنه ترسره کیږي. هغه له رایې ورکونکو غوښتي دي چې له شپږو کالو اقتصادي رکود وروسته د اروپایي مشرانو د پلان په ردولو سره د ده په وینا د ویرې او تروریزم پرضد رایه ورکړي.

خو هغې ویرې ته په پام سره چې یونان ممکن په ایروزون او اروپایي اتحادیه کې خپل ځای له لاسه ورکړي، ښایي ډیردغه پلان ته چې د مالي اصلاحاتو غوښتنه کوي، د هو ځواب ووایي.

د یونان صدراعظم نن د پلازمینې اتن د رایې ورکولو په یوه مرکز کې د خپلې رایې په کارولو سره د دغې ټولپوښتنې یا ریفراندم نتیجې ته خوشبیني څرګنده کړه.

سیپراس وویل، ډیرکسان ښایي د حکومت غوښتنه له پامه وغورځوي خو د خلکو غوښتنه له پامه نشي غورځولی. هغه ډاډ څرګند کړچې سبا به موږ د اروپا د ټولو خلکو لپاره لاره پرانیزو.

څلویښت کلن سیپراس په بیړه د ریفراندم په رابللو سره د خپل حکومت د راتلونکې په اړه یوه لوبه کوي. نوموړی ټینګارکوي چې که ډیرخلک په ریفراندم کې دغه پلان ردکړي، دا به له اروپایي مشرانو سره د دریم مالي پور په اړه خبرو اترو کې د ده لاس برکړي.

سیپراس ژمنه کړې چې که ده وبایلله نو استعفا به ورکړي اونوي حکومت ته به اجازه ورکړي چې د لګښتونو د سختو کمولو او د مالیو د زیاتولو پلانونه مخ ته یوسي. هغه پلانونه چې اروپایي اتحادیې یونان ته د نویو پورونو او پردې هیواد د درې سوه میلیون ډالرو پورد بخښلو په بدل کې اتن ته د شرط په توګه ایښي دي.

د یونان پخواني صدراعظم انتونیس سمراس چې اوس د اپوزیسیون مشردی، د دغې ټولپوښتنې په اړه نن د خپلې رایې د کارولو په مهال وويل:

”نن، موږ، یونانیان د خپل هیواد سرنوشت ټاکو. موږ یونان ته د هو رایه ورکوو. موږ اروپا ته د هو رایه ورکوو“

د یونان ربړیدلوخلکو چې د کلونو اقتصادي رکود پرسرپه قهردی، تیره اونۍ نوي محدودیتونو تجربه کړل. د بانکي سیستم د سقوط د مخنیوي لپاره د حکومت له خواپرسپما او پانګې د لګول شویو محدودیتونو له امله یواځې کولای شول څو سوه ایرو له بانکونو وباسي.

د ننۍ ټولپوښتنې په اړه خلک مختلف نظرونه لري.

د کالیوپي په نامه د اتن یوې اوسیدونکې وویل.

”زه د هو رایه ورکوم، زه په بل انتخاب باورنه لرم“

۶۴ کلن ایلیاس زاپاس وویل:

”زه هیله من یم چې موږبه بریالي شو، داسې چې یونان وکولای شي یوځل بیا په اروپا کې خپل دریځ پیاوړی کړي ترڅو نورپه سپک نظرراته ونه کتل شي“.

د یانیس په نوم د اتن یوه بل اوسیدونکي وویل:

”زه هیله من یم چې نړیوال وجهي صندوق او نورپورورکونکي له یونانه ورک شي، زه منفي رایه ورکوم او ډاډه یم چې نظرمې درست دی“

ډیرخلک نه پوهیږي چې څه ډول رایه ورکړي، هغه پوښتنه چې په رایه پاڼه کې لیکل شوې یواځې د هغه دوه فقره یي پلان په هو او نه پورې محدود شوې چې اروپایي کمیسیون، د اروپا مرکزي بانک او نړیوال وجهي صندوف د جون په ۲۵ دې هیواد ته وړاندی کړی دی.

د اتن ښاروال جیورج کامینیس نن د دغه پلان د پلویانوپه یوه غونډه کې وویل چې خلک حتی په پوښتنې هم نه پوهیږي.

هغه زیاته کړه پرموږ یو بې معنی ریفرندام تپل شوی چې خلک یې ویشلي او هیواد یې هم زیانمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG