د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

ولسي جرګه: پاکستان غواړي په افغانستان کې د جګړو له لارې خپل هدف ته ورسېږي


د افغانستان ولسي جرګه وایي، پاکستان د افغانستان د تمې خلاف د سولې په پروسه کې صادقه نه دی.

د دغه جرګې غړي وایي چې که پاکستان غواړي د جګړې له لارې پر افغانستان خپلې غوښتنې تحمیل کړي، نو دا به د دغه هیواد ستره تیر وتنه وي.

په افغانستان کې د جنګ جګړو زیاتوالي او د سولې د رسمي خبرو نه پیلېدو عام خلګ او د ولسي جرګې غړي د پاکستان پر ژمنو بې باوره کړي دي.

د ولسي جرګې غړي وایي چې افغان حکومت تمه لرله؛ څو پاکستان وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي او د روانو جګړو په ختمېدو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

خو د دوی په وینا، پاکستان په دې برخه کې په خپلو ژمنو عمل ونه کړ او غواړي چې په افغانستان کې د جګړو له لارې خپلو غوښتنو ته ورسیږي.

د دغه جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي آزادي راډيو ته وویل چې که پاکستان دا ډول فکر کوي؛ نو دا به یې ستره تېروتنه وي.

((په هېڅ صورت افغان دولت یا ولس دې ته تیار نه دی چې دوه ګونی سیاست د چا ومني. موږ صداقت کړی او صداقت غواړو. که هر چا سره دا فکر وي چې موږ به افغانان مصروفه وساتو یا داسې استفاده به ترې وکړو چې طالبان تقویه او د هغوی د فشار له لارې نه موږ خپلې غوښتنې تحمیل کړو؛ نو دا هېڅ کله نه امکان لري او نه کیدای شي.))

ښاغلی احمدزی وایي، د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې بهیر ځکه نه بریالی کیږي چې ولس ترې لرې ساتل شوی دی.

د وروستیو راپورونو له مخې، اسلام آباد اوس د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د هغې غونډې کوربه توب ته چمتو شوی چې د پاکستان د صدر اعظم د ملي امنیت او نړېوالو چارو سلاکار سرتاج عزیز یې څه موده مخکې د پیلېدو اعلان کړی و.

په پام کې وه چې دا غونډه د چین په اورومچې کې وشي؛ خو اوس دا ناسته په اسلام آباد کې پلان شوې ده.

له دې مخکې د طالب استازیو او بیلابیلو حکومتي او غیر حکومتي پلاوو تر منځ په قطر؛ اماراتو، چین او ناروې کې هم یو لړغیر رسمي غونډې جوړې شوي دي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د سولې عالي شورا د اسلام آباد د غونډې د وخت او د دقیق ځای په اړه معلومات نه لري.

د چارو کارپوه او د نړېوالو مطالعاتو د مرکز رییس غفور لېوال وایي چې اوس پاکستان هم تر یو لړ فشارونو لاندې دی؛ نو ځکه هڅه کوي څو طالب استازي له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي.

(( زه فکر کوم پاکستان تر څو اړخیز فشار لاندې دی. د پاکستان لوی مجبوریت د دغه هېواد اقتصادي وضعیت دی. دویم هم د نړۍ او هم دننه د پاکستان عامه افکار دی. درېیم دا چې د دغه بې ثباتۍ په دوام سره په خپله دغه هېواد هم په چټکۍ سره بې ثباته شي.))

ښاغلی لیوال وایي، دا مهمه نه ده چې د سولې مذاکرات چېرې کیږي؛ خو په خبره یې دا بهیر باید د با صلاحیته او د باور وړ استازیو له خوا پر مخ یوړل شي.

که څه هم ورستیو نا امنیو د سولې د بهیر بریالیتوب ته هیلې له منځه وړي دي؛ خو د چارو کارپوهانو وایي، طالبان غواړي له دې لارې د سولې په راتلونکو مذاکراتو کې له قوي دریځه خپلې غوښتنې مطرح کړي.

XS
SM
MD
LG