د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د مالیې وزارت هڅه کوي په هېواد کې د بیمې صنعت دود کړي


د افغانستان د مالیې وزارت هڅې پیل کړي چې د عامه پوهاوي له لارې په دولتي ادارو کې د بیمې فرهنګ دود کړي.

که څه هم په افغانستان کې د بیمې فرهنګ لږ دود شوی؛ خو حکومت هڅې پیل کړي چې د غه صنعت د عامه پوهاوي له لارې، د افغانستان په خلکو، دولتي کارکوونکو او سوداګرو کې دود کړي.

په دې مقصد د مالیې وزارت د بیمې شرکت مسوولینو د یکشنبې په ورځ د پوهنې وزارت کارکوونکو ته؛ د بیمې د صنعت د ګټو په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل.

د ماليې وزارت د بیمې د شرکت ريیس محمد عارف حمید وویل؛ د بیمې صنعت د هرډول ځاني او مالي شتمنیو د خوندیتوب غوره لاره ده او هرافغان ته په کار ده چې په کې شامل او ګټې ځنې واخلي:

((د بیمې سیسټم د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره یو باوري سیسټم دی؛ په افغانستان کې دې سیسټم ته ډیر ضرورت احساسیږي؛ له یوې د شتمنیو خوندیتوب تضمینیږي او له بلې له خطرونو زیانونه کمیږي؛ موږ هڅه کوو چې په هېواد کې دا صنعت دود شي.))

ښاغلي حمید وویل، اوسمهال په افغانستان کې یوازې خصوصي تجارتي ارګانونه؛ شرکتونه، فابریکې اوموسسې مکلفې دي چې بیمه شي؛ خو د هېواد نوراتباع

کولی شي چې په داوطلبانه توګه په دې صنعت کې شامل شي.

د افغانستان د بیمې شرکت د معلوماتو له مخې اوسمهال تجارتي موسسې له دوه فیصدو څخه ترپنځه فیصدو پورې د ټکس په ورکولو؛ د افغانستان د بیمې د شرکت غړي دي.

د راپورونو له مخې اوسمهال په افغانستان کې تجارتي؛ روغتیايي، سفري او داسې نورې بیمې په ډېره ابتدایي کچه دود شوي دي.

د پوهنې وزارت مرستیال سید حمیدالله وویل؛ دمګړۍ دې وزارت پورې تړلي ټول خصوصي تعلیمي مرکزونه؛ لېسې اوښوونځي، د افغان بیمې شرکت غړي دي او هڅه به وکړي چې د دې وزارت نور ارګانونه چې خوندیتوب یې ضروري دی؛ د بیمې په سیسټم کې شامل کړي:

((اوسمهال د پوهنې وزارت ټول خصوصي ښوونځي او همدارنګه نور تعلیمي تجارتي مرکزونه د بیمې په سیسټم کې شامل دي او په راتلونکې کې هڅه کوو چې د وزارت د امکاناتو په پام کې نیولو سره؛ ځینې نورارګانونه چې خوندیتوب یې ضروري دی؛ په دې صنعت کې شامل کړو.))

د مسوولینو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د بیمې د صنعت رامینځته کولو ته په یوزرو درې سوه دوه څلویښتم لمریز کال کې هڅه وشوه او یو کال وروسته يې قانون تنظیم شو.

په یوزرو درې سوه اته پنځوسم لمریز کال کې یې په قانون کې یو لړ بدلونه راوستل شول؛ خو په هېواد کې د کورنیو جنګونو له امله؛ د دې صنعت پراختیا کلونه کلونه په ټپه ودرېده.

په افغانستان اوسمهال د بیمې یو دولتی او دوه خصوصي شرکتونه فعال دي.

د بیمې د شرکت مسوولین وايي؛ ناامني، اقتصادي کمزوري او له دې صنعت له ښېګڼو څخه د خلکو بې خبري هغه ستونزې دې چې د دې صنعت د پراخیتا مخه یې نیولې ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG