د کابل د وزیر محمد اکبر خان روغتون ډاکټران وايي چې په دې روغتون کې یې د زړه یو بې ساری عملیات ترسره کړی.
دوی وايي، له دې مخکې افغان ناروغان د زړه د ناروغي د درملنې له پاره له هېواده بهر تلل؛ خو اوس د دغې ناروغۍ د درملنې زمینه په هېواد کې دننه برابره شوې ده.
زموږ همکار ابراهیم صافی په دې اړه راپور لري.