د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

وسله والو په باجوړ کې تر دې دمه ١٠٩ دولتي ښوونځي الوځولي


وسله والو افغان پولې ته څېرمه د باجوړ ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې يو ځل بيا يو دولتي ښوونځى په بارودي موادو الوځولى چې په نتيجه کې يې په دې ايجنسۍ کې د وسله والو له خوا د ويجاړ شويو ښوونځيو شمېر ١٠٩ ته پورته شوى دى.

د باجوړ ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې امنيتي چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو د دوشنبې په ورځ د دې ايجنسۍ د ماموند تحصيل په خړۍ کمانګره کې يو دولتي ښوونځى په بمونو الوځولى چې په نتيجه کې يې د ښوونځي ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

د چارواکيو په وينا، وسله والو د ښوونځي په ودانۍ کې له مخکې نه چاودېدونکي مواد ځاى پرځاى کړي وو چې بيا د ريموټ کنټرول په ذريعه الوزل شوي دي.

د باجوړ ايجنسۍ د ښوونې او روزنې د څانګې مشر سعيد ګل له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پېښې په اړه وويل:

(( داتحصيل ناوګۍ کې کمانګره سيمه ده چې هلته د هلکانو يو ښوونځى په بمونو الوځول شوى او ودانۍ يې له منځۀ تللې ده.))

باجوړ ايجنسۍ افغان پولې ته څېرمه پرته قبايلي سيمه ده چې د افغانستان له ختيځو ولايتونو سره نښتې اوږده پولي او وخت ناوخته په کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم رامنځته کېږي.

ويل کېږي چې په دغه سيمه کې د پاکستاني وسله والو طالبانو په ګډون د يو شمېر نورو وسله والو ډلو جنګيالي پټ دي؛ چې نه يواځې په قبايلي سيمو، بلکې په افغانستان کې هم ترهګريز فعاليتونه کوي.

په دې ايجنسۍ کې پر ښوونځيو د بريدونو لړۍ له ٢٠٠٧م کال راهيسې روانه ده چې د سعيد ګل په وينا؛ تر دې دمه په کې وسله والو ١٠٩ دولتي ښوونځي په بمونو الوځولي چې له امله يې د دغې قبايلي سيمې د ځوانانو پر تعليم بد اغېز پرېوتى:

((چې کله نه حالات خراب شوي دي؛ په باجوړ ايجنسۍ کې تر دې دمه ١٠٩ ښوونځي الوځول شوي چې په نتيجه کې يې د سيمې د زده کوونکيو په تعليم باندې بد اثر غورځولى دى.))

سعيد ګل زياته کړه چې په تر دې دمه يې نزدې ۸۹ ښوونځي د ښوونې او روزنې د محکمې؛ پوځ او مرستندويه ادارو په مرمسته رغولي او چې کوم لا هم ويجاړ دي؛ نو هغو ښوونځيو ته يې خېمې ورکړي او يا هم د ځايي مشرانو په حجرو کې د ماشومانو زده کړې روانې دي.

په قبايلي سيمو کې په دې وروستيو کې په داسې حال کې پر ښوونځيو، دولتي ودانيو او امنيتي ځواکونو هدفي بريدونه ډېرې شوي چې پاکستانيو ځواکونو د تېر ٢٠١٤م کال د جون مياشتې راهيسې د شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات پيل کړي چې تر دې دمه دوام لري.

پوځ ادعا کوي چې په تېر يو کال کې يې د دغو پوځي عملياتو په اوږدو کې په دغو قبايلي سيمو کې نزدې ٢٧٠٠ ترهګر وژلي؛ د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه او پټنځايونه يې ويجاړ کړي او نېټ ورک يې ورختم کړى دى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG