د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

"ولسمشر باید د شانګهای په غونډه کې د روسیې او چین ژمنې راجلب کړي"


افغان کارپوهان وایي، که ولسمشر غني وکولای شي چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړو هیوادونو په غونډه کې امنیتي او اقتصادي برخو ته د چین او روسیې پام راواړوي دا به یوه لاسته راوړنه وي.

که څه هم جمهوري ریاست تراوسه د شانګهای په غونډه کې د افغان ولسمشر د ګډون اجنډا له رسنیو سره نه ده شریکه کړې؛ خو کارپوهان ټینګار کوي چې ولسمشر باید د امنیت او اقتصاد لپاره د روسیې او چین ژمنې راجلب کړي.

د شانګهای غونډه د راتلونکې پنجشنبې او جمعې په ورځو جوړیږي او ولسمشر اشرف غني به هم د یوه پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې برخه واخلي.

د پوځي چارو افغان کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې افغان ولسمشر باید په دغه غونده کې د شانګهای د غړو هېوادونو پام په افغانستان کې هغو امنیتي مسایلو ته راواړوي چې دوی ته هم ګواښ پېښولی شي:

((که چېرې ولسمشر د شانګهای په غونډه کې وکولای شي چې د دغو هېوادونو پام ځان ته راواړوي او د همکارۍ په برخه کې چې دغه د افغانستان امنیتي مسایل دوی ته هم زیات خطر لري؛ دا به ډېره مهمه وي.))

د شانګهای په غونډه کې چې د روسیې په اوفا ښار کې جوړېږي د اروپا – اسیا پر امنیتي مسایلو خبرې په کې کېږي.

ولسمشر غني به د شانګهای د همکارۍ ټولنې له غړیو څخه وغواړي؛ افغانستان ته چې اوس د دې ټولنې څارونکی دی؛ بشپړغړیتوب ورکړي.

روسي خبري اژانسونه وايي چې د افغانستان ولسمشر به د جمعې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره د کاسا زر پروژې په اړه خبرې وکړي.

په دې پروژه کې چې له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته برېښنا لېږدول کېږي؛ ممکن روسي کمپنۍ شریکې شي.

افغانستان د شانګهای د همکارۍ په ټولنه کې د هند، ایران، پاکستان او منګولیا په شان د څارونکي حیثیت لري.

د اقتصادي چارو افغان کارپوه سیف الدین سیحون وايي؛ چین دا وړتیا او توان لري چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري وکړي:

((که افغانستان وکولای شي چې د چین پام ځان ته راواړوي، چین دا وړتیا او توان لري چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري وکړي؛ خو د چین پام تر ډېره پاکستان ته دی.))

د ولسي جرګې غړي عبدالقیوم سجادي هم ازادي راډیو ته وویل چې د شانګهای غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅه وکړي؛ ځکه د افغانستان ناامني د منځنۍ آسیا هېوادونه او دغه راز چین او روسیه هم ګواښي.

د سیمې هېوادونه هم نن سبا په افغانستان کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش له فعالیتونو څخه سخت په وېره کې دي او دا اندېښنه لري چې د جګړې دا اور به د دوی لمن هم ونیسي.

کار پوهان وايي چې د شانګهای د همکار سازمان د غړو هېوادو امنیتي او اقتصادي همکاري دواړه د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د دغه هېواد لپاره ډېره مهمه ده کوم چې افغان ولسمشر یې باید په دغه غونډه کې د خپلولو هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG