د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

یوشمېر هوايي شرکتونو ته د مالیې وزارت خبرداری


د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحمیزی
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحمیزی

د افغانستان د مالیې وزارت خبرداری ورکوي؛ که چیرې هوایي شرکتونه خپلې مالیې په وخت سره تحویل نه کړي؛ ورسره به جدي چلند وشي.

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وایي؛ له ټولو هغو شرکتونو څخه یې چې له دې وزارت څخه پوروړي دي؛ په کتبي ډول غوښتي ترڅو خپلې مالیې تحویل کړي.

د دې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی خبرداری ورکوي که چېرې اړوند شرکتونه بې غوري وکړي؛ نو وزارت به ورسره جدي چلند وکړي.

نوموړي د سه شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې که څه هم د دغو پوروړو شرکتونو نمونه وانه خستل؛ خو وویل چې د دوی بل اقدام به د اړوندو شرکتو پر وړاندې دا وي چې د شرکت مشران به ممنوع الخروج او جواز به ترې اخیستل کیږي:

((زموږ نور مراحل به دا وي چې که یو شرکت خپل مالیات تحویل نه کړي؛ لومړی ورته په شفاهي او کتبي ډول خبر ورکوو او که بیا هم دوی اقدام ونه کړ؛ موږ نور پلانونه په نظر کې نیسو له هغو څخه د شرکت بانکي حساب او جواز موضوع ده؛ حتی بله مرحله د هر شرکت د مرستیال او رییس د ممنوع الخروج خبره ده؛ ځکه دا یوه قانوني مسله ده او موږ به د قانون له مخې اقدام وکړو.))

نوموړي زياته کړه چې د ماليې وزارت له دغو شرکتونو د پيسو د ترلاسه کولو د څرنګوالي طرحه ترتيب کړې چې د وزيرانو شورا له تصويب وروسته به يې عملي کړي.

د ماليې وزارت وياند همداراز وویل چې د يادې طرحې په ترتيب کې د هوايي چلند ادارې او د ټرانسپورټ وزارت، له دغه وزارت سره مرسته کړې؛ تر څو د دې طرحې په اساس لازم اقدامات ترسره شي.

که څه هم ښاغلي عبدالرحیمزي د هغو هوایي شرکتونو نومونه وانه خیستل چې له دوی څخه پوروړي دي؛ خو له دې وړاندې ځینو رسنیو د مالیې وزارت په حواله ویلي وو چې صافي هوایي شرکت په زیاته اندازه پوروړی دی.

په دې راپورونو کې ویل شوي چې یاد شرکت له مالیې وزارت څخه څلور سوه میلیونه افغانۍ پوروړی دی.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د صافي هوایي شرکت نظر هم واخلو؛ خو دوى په دې اړه د نظر له څرګندولو ډډه وکړه او ويې ويل چې د شرکت عمومي مسوول چې په دې اړه د خبرو کولو واک لري؛ اوس مهال له هېواده بهر دى.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې د ماليې وزارت نه دی توانیدلی چې له دغو شرکتونو خپل پورونه ترلاسه کړي.

افغان کار پوه تاج محمد اکبر بیا په مالیې وزارت کې پراخ اداري فساد؛ د ښه حکومتداري نشتون او د قانون نه پلی کول د مالیاتو د راټولو په برخه کې مهم خنډونه یادوي:

((له تېرو څو کلونو راهیسې په دې وزارت کې د فساد په خورا لویه کچه شتون درلود اوس هم هغه چارواکي په دې وزارت کې شته او عملاً کار کوي؛ زه وایم چې دوی د دولت د عوایدو په تحصیل کې پاتې راغلي دي؛ په ځای د دې چې دوی د دولت حقوق تحصیل کړي دوی خپل حق اخلي چې دا خپله فساد ته زمینه برابروي.))

افغان څيړونکي وایي، ترهغې چې له وزارتونو مافیایي کړۍ لري او د دوی د ملاتړو لاسونه لنډ نه شي حکومت به ونه توانیږي چې دا ډول ستونزو مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال د اريانا دولتي هوايي شرکت ترڅنګ په افغانستان کې څلور کورني هوايي شرکتونه (کام اير، صافي، افق شرق اوافغان جيت) فعاليت لري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG