د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

د پوهنې وزارت د ۱۶میلیونو کتابونو د چاپ تړون لاسلیک کړ


د شپاړس میلیونو درسي کتابونو د چاپولو تړون، د پوهنې وزارت او د درې بهرنیو شرکتونو ترمنځ لاسلیک شو.

د پوهنې وزارت وايي، هرکال میلیونونه نوي درسي کتابونه چاپوي.

د پوهنې وزیراسداله حنیف بلخي وايي، دا کتابونه به په لوړ کېیفیت، په راتلونکو څلورو میاشتو کې چاپ شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت په داسې حال کې د شپاړس میلیونو درسي کتابونو، د چاپولو تړون لاسلیکوي چې د هېواد په یو شمېر ښوونځیو کې زده کوونکي، د کتابولو له کموالي شکایت کوي.

د پوهنې وزیراسداله حنیف بلخي د سه شنبې په ورځ، د دې کتابونو د چاپولو د تړون د سلیک کولو پرمهال وویل، هڅې کوي چې د هېواد په ښوونځیو کې د درسي کتابونو کموالی پوره کړي.

ښاغلي بلخي وویل، دا کتابونه به په ښه کېفیت چاپ او پر زده کوونکو به وویشل شي:

«فکرکوم د مرستندویانو له خوا پنځه میلیونه ډالره نور تخصیص لرو چې کتابونه چاپ کړو، هیله ده په راتلونکې کې له دې هم، ښه کتابونه چاپ کړو او په را روان کال کې يې د ملت بچو ته ورکړو.»

څو ورځې مخکې هم د میلیونو نویو کتابونو د چاپولو تړونونه، د دې وزارت او د یوولسو کورنیو مطبعو ترمنځ لاسلیک شوي وو.

ښاغلي بلخي وویل، دا شپاړس میلیونه درسي کتابونه به ډنمارک د پنځه اعشاریه پنځه میلیونو ډالرو په لګښت، په هندوستان او ویتنام کې، په را روانو څلورو میاشتو کې چاپ شي.

په عین حال کې په افغانستان کې د ډنمارک سفیر«اوخ ولفیچل» وویل، هېواد یې حاضر دی چې په دې برخه کې، له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي:

«اوس موږ د تړون لاسلیکولو ته چمتو یو، هیله ده دا کتابونه چاپ شي او افغان زده کوونکو ته ورکړل شي، دا د اوس او راتلونکې لپاره د افغان زده کوونکو په ګټه دي او موږ به په دې برخه کې نوره مرسته هم وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د درسي کتابونو له کموالي او د نصاب له ستونزو شکایتونه کېږي.

خو د پوهنې وزارت وايي، متخصص ټیمونه يي ګمارلي چې اوسنی تعلیمي نصاب اصلاح او د راتلونکي تعلیمي کال لپاره، د لوړکېفیت لرونکو کتابونو چاپولو ته پلان ترتیب کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG