د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

افغان ځواکونو "د ملي اسلامي وفاق د ګوند" مشر نیولی


بسم الله شیر
بسم الله شیر

افغان امنیتي ځواکونو (د افغانستان د ملي اسلامي وفاق د ګوند) مشر نیولی دی.

د دې ګوند رهبرې شورا وايي، د یاد ګوند مشرد افغانستان روان سیاسي او امنیتي ناوړه وضعیت ته په کتو سره، د ملي یووالي حکومت د رهبرانو استعفاء غوښتې ده.

د دې ګوند غړي وايي، په افغانستان کې د یو مثبت بدلون لپاره به، مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دې ګوند غړو غوښتل چې عامه نظم ګډوډ او د خلکو ذهنیت خراب کړي.

د افغانستان د ملي اسلامي وفاق د ګوند مشران وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دې ګوند ريیس بسم اله شیرد کابل ښار په دویمه امنیتي حوزه کې توقیف کړی دی.

د دې ګوند مشرتابه پلاوی د جمعې په ورځ د یادې حوزې مخکې ته ولاړ او ویل يې چې بسم اله شیرد هېواد د روان ناوړه سیاسي او امنیتي وضعیت پړه پرجمهوررييس او اجرایه ريیس اچوي، د همدې له امله له تیرې شپې راهیسي توقیف شوی دی.

د افغانستان د ملي اسلامي وفاق ګوند مرستیال محمد حسین حمیدي وویل، د قانون له مخې اعتراض او بیان د هېواد د هر تبعه حق دی او که حکومت غواړي چې دغه غږغلی کړي، دوې به يې پرضد پراخ مدني حرکات پیل کړي:

((دلیل دا دی چې موږ د ملي یووالي د حکومت له مشرانو څخه، د افغانستان د خلکو حق غوښتی.

که دا توقیف ادامه ولري، موږبه تحصن وکړو او په ټول هېواد کې به خپلو دفترونو ته خبر ورکړو چې په پراخو مظاهرولاس پورې کړي.))

د دې ګوند د غړیو په لاسونو کې یوه تبلیغاني لوحه هم وه چې پرې لیکل شوي وو:

((موږد افغانستان د خلکو د مخ په زیاتیدونکو قربانیوله امله، د جمهور ريس او اجراییه ريیس د استعفا غوښتونکي یو.))

د افغانستان د ملي اسلامي وفاق ګوند له څه مودې راهیسې په خبري ناستو کې، پرله پسې پر حکومت انتقادونه کړي دي.

د کورنیوچارو وزارت وايي، بیان او انتقاد کول د هېواد د ټولو اتباعو حق دی خو له دې حقه باید د قانون سمه ګټه واخیستل شي.

د کابل د امنیه قوماندان ویاند عبداله کریمي ازادي رادیو ته وویل، د افغانستان د ملي اسلامي افاق ګوند غړي د شپې ناوخته هڅې کړي چې په غیرقانوني توګه د حکومت پرضد خلک راوپاروي:

((د تېرې شپې د دولسو بجو په شاوخوا کې د پولیسو ګزمه یو شمېر خلکو ته متوجه کیږي چې وسله وال دي او د حکومت ضد پوسترونه نصبوي او د دې ترڅنګ د پولیسو د پوښتنې پروړاندې، وسله کار کوي چې دا په خپله جرم دی.

پولیس د هر ډول مدني حرکتونو خلاف نه دي، خو دا حرکتونه باید د قانون په چوکاټ کې وي.))

کارپوهان وايي، بیان او انتقاد کول د خلکو حق دی، که چېرې کوم کس له دې حقه ناوړه ګټه اخلي او حکومت یې پرضد عمل کوي، پکار ده چې خلکو ته وضاحت ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې هکله څیړنې روانې دي او ډیر ژربه یې له خلکو سره شریکې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG