د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

شلو سیاسي ګوندونو ته د عدلیې وزارت خبرداری


د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، په هېواد کې یې یو شمېر ګوندونه، د سیاسي ګوندونو له لسته ایستلي او یو شمېر نورو ته یې اخطار ورکړی چې وضع شوي معیارونه پوره کړي.

د افغانستان د عدلیې وزار ت وايي، په دې وروستیو کې يې لس سیاسي ګوندونه چې د سیاسي ګوندونو د جوړولو معیارونه یې پوره کړي نه وو؛ له لسته غورځولي او شل نورو ته يې خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې د دې وزارت له خوا نافذ شوي معیاروونه پوره کړي.

دا خبره د دې وزارت مرستیال سید محمد هاشمي د شنبې په ورځ؛ د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو په کمیسیون کې وکړه:

((موږ هغو شلو سیاسي ګوندونو ته چې د سیاسي ګوندونو د ثبت د مقررې نه وروسته تر یوه کال پورې په شلو ولایتونو کې د فترونه ولري؛ مکتوبونه ورلیږلي چې کال مخ په ختمېدو دی او دوی باید د مقررې احکام پوره کړي او لس نور د سیاسي ګوندونو له لسته غورځول شوي دي.))

د عدلیې وزارت د سیاسي ګوندونو له لسته څخه غورځول شوي سیاسي ګوندونه:

د افغانستان د سولې د فعالانو ملي ګوند؛ ملي هېواد، د افغانستان د قومونو ملي سوله، تفاهم او ډیموکراسي، د افغانستان د حلق ګوند، ازاده ګان افغانستان، د افغانستان ملي اسلامي افاق‎؛ حرب ملي افغانستان، د افغانستان د اسلامي عدالت ګوند، د افغانستان د خلکو د حقونو ملاتړ ګوند او د کاراو توسعې ګوندونه دي.

د عدلې وزارت د معلوماتو له مخې؛ که یو کس وغواړي چې سیاسي ګونډ جوړ کړي باید لس زره غړي او د هېواد په شلو ولایتونو کې د فترونه ولري.

دا وزارت داهم وايي، اوسمهال په افغانستان کې اوه شپیته سیاسي ګوندونه له دوی سره راجسټر دي.

ځینې سیاسي ګوندونه وايي، دوی د سیاسي ګوندونو د فعالیت کولو معیارونه پوره کړي؛ خو په ناامنو ولایتونو کې له ستونزو سره مخ دي.

د اجماع ملي جوانان افغانستان د ګوند استازي علي محمد فقیري ازادي راډیو ته وویل:

((زموږ ګوند په اکثرو ولایتونو کې نماینده ګۍ لري؛ خو دا چې په شلو ولایتونو کې په رسمي توګه د خپل ګوند بیرغ وځړوو؛ له امنیتی پلوه ګرانه ده.

یو وزیر چې په کابل ښار کې تر دې ځایه له سختو امنیتي تدابیرو سره راځي؛ نو موږ څنګه کولی شو چې په ناامنو سیمو کې څرګند فعالیت وکړو.))

د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون ريیس زلمي زابلي تاکید وکړ؛ کوم ګوندونه چې اوسمهال د فعالیت اعتبار نه لري باید ژرتر ژره افشاء او اجازه ورنه کړل شي چې د سیاسي ګوندونو له حقونو، ناوړه ګټه واخلي.

کارپوهان وايي، په دې ګوندونو کې داسې هم شته چې یوازې یو قوم پورې اړه لري چې دا د سیاسي ګوندونو له معیارونو خلاف عمل دی.

عدلیه وزارت وايي، د سیاسي ګوندونو د جوړولو یو شرط دا هم دی چې دا ګوندونه باید د ټولو قومونو استازیتوب وکړي او له هرډول تعصبه لیرې اوسي وزارت وايي، که له دې اصولو خلاب داسې کوم ګوند په نښه شي؛ پر وړاندې به یې قانوني چلند وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG