د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

عبدالله: د پخواني حکومت مشران د اوسني نظام د سقوط انتظار باسي


د حکومت اجراییه رییس د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت ته په اشاره یوشمېر پخواني چارواکي تورن کړل چې د اوسني نظام د سقوط انتظار باسي.

عبدالله عبدالله دا څرګندونې پرون په بدخشان کې یوې غونډې ته وکړې.

((څوارلس کاله غوږونه کاڼه نه وو؟ موږ په هماغه حکومت کې وو، په یوه خندا یوه ټوکه به یې د ملت یوې لویې کیسې؛ یو لوی مصیبت ته ځواب وایه او ترې تېرېدل به.

نن ورځ د دغه حکومت ړنګېدوته انتظارباسي چې دغه حکومت سقوط وکړي. دعا هم کوي، ویناوې هم کوي او تبلیغ هم؛ خو هغه تورزړي دې چې د افغانستان طلایي فرصتونه یې په تور خوب بدل کړي دي او نن ورځ د ملت رنځ د دوی د همدغو کړنو میراث دی؛ د دې خوب وویني.))

د حکومت اجراییه رییس د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت ته په اشاره دغه څرګندونې پرون په بدخشان کې یوې غونډې ته په له احساساتو ډکې وینا کې وکړې.

عبدالله عبدالله له دې مخکې هم په کراتو - کراتو په هېواد کې د موجوده ستونزو ملامتي پر پخواني حکومت اچولې او ویلې یې وو چې ډیرې ستونزې ورته په میراث پاتې دي؛ خو دا لومړی ځل دی چې نوموړی په زغرده د پخواني حکومت چارواکي د خپل حکومت پرضد تبلیغاتو تورنوي او وایي چې یوشمېرکړۍ هڅه کوي چې دغه نظام ړنګ کړي.

((مخکې له دې چې د دغه حکومت د سقوط خوب وویني؛ که خدای مه کړه دغه کاروشي؛ بدیل به یې داعش او طالب وي.

مخکې له دې چې دغه خوبونه له ځان سره زمزه کړي او ځان ته کړۍ جوړې کړي؛ ځان ته ډلې ټپلې جوړې کړي؛ ودې ګوري چې خلک په څه حالت کې دي؛ که هغه وخت یې رحم ونه کړ نن ورځ دې پرخلکو ورحمیږي؛ خلک دې پریږدي چې یوه مړۍ ډوډۍ چې د خپلو ورغوو د تڼاکو پرمټ یې لاس ته راوړي.))

د حکومت اجراییه رییس ټینګار وکړ چې دا درسته ده چې د ملي یووالي حکومت چې د ملي ګټو او روغې جوړې پربنیاد رامنځ شوی؛ ښایي په دې کمه موده کې په دې نه وي توانیدلی چې ستونزې حل کړي او علت یې هم دا دی چې ډېرې موجوده ستونزې د پخواني حکومت میراث دی چې حل یې ډېره موده وخت نیسي.

ښاغلي عبدالله د بدخشان امنیتي وضعیت ته په اشاره وویل چې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د خلکو د منسجم کولو پلان د ملي امنیت شورا ملاتړ له ځان سره لري؛ خو په دې شرط چې هغه په سمه توګه رهبري شي.

پخواني معلومات:

اجرایي ریس عبدالله عبدالله بدخشان ته د سفر پر مهال د تیر حکومت پر چارواکو کلک انتقادونه وکړل او وې ویل چې پخواني حکومت طلایي فرصتونه په تورخوب بدل کړي دي.

عبدالله عبدالله ویلي په تیرو څورلسو کلونو کې د حکومت غوږدونه کاڼه وو او هر مصیبت ته به یې په ټوکو ځوابونه ورکول.

ښاغلي عبدالله بدخشان ته دسفر پر مهال ویلي چې د پخواني حکومت مشران اوس د ملي وحدت حکومت د سقوط انتظار باسي او د دوی په وړاندې تبلیغ کوي.

که څه هم ښاغلي عبدالله د پخواني حکومت د کوم چارواکي نوم نه دی اخیستی خو په دې وروستیو کې ګارډین ورځپاڼې وویل چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د اوسني نظام د پرزولو هڅه کوي.

ګارډین د یوه غربي دیپلومات په حواله چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي چې خپله ولسمشر غني هم په دې موضوع خبر دی.

د ملي وحدت حکومت له جوړیدو نهه میاشتې تیریږي او د دې حکومت پر ځینو کړنو باندې پخواني ولسمشر حامد کرزي په زغرده انتقادونه کړي دي.

له امریکا سره د امنیتي سند لاسلیک او دغه راز په دې وروستییو کې له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې د سند طرحه هغه څه دي چې حامد کرزي یې غندنه کړې ده.

تراوسه حامد کرزي او د پخواني حکومت نورو چارواکو د ښاغلي عبدالله د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG