د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

ننګرهار: د سپین جومات په جوړیدو کې په لوړه کچه فساد شوی


د جلال اباد سپين تاریخي جومات چې د اميرعبدالرحمن خان په وخت کې د ننګرهار ولایت شاهي قصر دننه جوړ شوى و، د ۱۳۹۲ کال په لومړیو کې د سختې زلزلې له امله زیانمن شو چې د همدې کال د حمل د میاشتې په وروستیو ورځو کې چې ګل اغا شیرزی د ننګرهار والي وو د یاد جومات د شهید کیدو امر ورکړ او پریکړه يې وکړه چې دا جومات به د سوداګرو په پیسو له سره په داسې بڼه جوړیږي چې په هېواد کې به يې ساری نه لیدل کیږي.

هغه مهال ولایتي ادارې یوه کمیسيون ته دنده وسپارله چې د سپین جومات د رغونې لپاره په تورخم کې د چندې صندق کیږدي او له هر راوښتوونکي لوی موټره درې-درې سوه افغانۍ راټولې او جومات پرې جوړ کړي.

هماغه وخت له یوه شخصي ساختماني شرکت سره د څوارلس میلیونو ډالرو په بدل کې ددې جومات د جوړولو قرارداد ورکړل شو.

د دې جومات ودانۍ په دوه جریبه ځمکه کې د شیخ زاهد جومات په نقشه جوړیږي چې په يو وخت د ١٤زره لمونځ کوونکو د ځايولو وړتيا لري.

په ياد جومات کې يې د ښځو لپاره يو ځانګړى ځاى هم په نظرکې نیول شوی چې تر څلورو زرو ښځې په کې لمونځ ادا کولی شي.

دوه نیم کاله تیر شو، خو اوس د دې جومات په جوړیدنه کې د فساد ريښې رابرسيره شوې او ویل کیږي چې د جومات په پيسو کې په میلیونونو افغانۍ غلا شوي.

څه موده وړاندې د ننګرهار ولايتي ادارې د جومات په جوړونه کې د فساد او غلا شویو پیسو د څيړنې په موخه یو باصلاحیته کميسیون وګماره.

د دغه کمیسيون غړي وايي، د دوی څیړنو دا ښکاره کړه چې د سپین جومات په جوړیدو کې په درېیو برخو کې په لویه کچه فساد شوی.

لومړی د دې جومات قرارداد د تدارکات قانون سره په ټکر کې له داوطلبۍ پرته شوی.

دویم د پخواني جومات وسايل نادرکه دي او دریم د جومات په نوم راټولو شويو پیسو څخه شاوخوا یو میليون ډالر شخصي جیبونو ته تللي دي چې د دې فساد تورونه د سپين جومات پر امام قاري میرزا لګيدلي.

د دې قضي د څيړنې کمیسیون مشراجمل رحماني وايي، کوم اسناد او شواهد چې دوی ته رسیدلي د سپين جومات ملاامام قاري ميرزا ترابي له ټيکداره د باج په ډول د دوو ودونو مصارف، موټر، جوماتونه او د شخصي کورد جوړولو مصارف د جومات په پيسو کړي:

((د ټيکدار خبره دا ده چې ما په افغان مينه کې ورته یو کور جوړ کړی دی، د ده په ودونو کې مو پيسې ورکړي دي چې یو د امام قاري میرزا واده و، بل د ده د ورور واده و چې په دې ودونو کې دوه غويان او نور اجناس ورته اخیستې او هغه کسانو چې ودونو لپاره يې اجناس ورته ورکړي هغوی هم شاهدي ورکړې اسناد موجود دي او یو مو ورته فرونر موټر په شپږدیرش زره ډالرو اخیستی دا تورونه په قاري ميرزا دي.))

رحماني وايي، په دې جومات کې د چندې په نوم ايښودل شوي صندقونه او د پخواني جومات وسايل چې ډير لوړ قيمت يې درلوده هغه هم نادرکه شوي دي:

((د دغه جومات سونډ لاوډسپيکرې، ساکټونه،پکي دا لوی جومات و د هغې اوسپنه او نور وسایل نشته قاري میرزا وايي دا وسایل ما د پخواني والي ګل اغا شیرزی په هدایت په نورو جوماتونو توزیع کړي، بل دلته چې کله زلزله وشوه سوداګرو نه پيسې راټولې شوې هغه هم نشته، دلته موږ دوه میاشتې پلټنه کړې ده دا پيسې ګونګې دي او بل په جومات کې د چندې لپاره صندقونه ايښې و هغه پيسې هم نشته دا دوه کال کیږي چې دا چندې راټولیدې دا حساب هیڅ شفاف نه دی.))

د رحماني په خبره قاري میرزا د ننګرهار ولایت په مکتوب سعودي عربستان ته هم د مرستې د ترلاسه کیدو په موخه په رسمي سفر تللی و، دا چې له سعودي څخه یې د جومات په نوم پیسې راوړی که څنګه دی وايي د دې مسالې په اړه لا څيړنې روانې دي.

بل خوا د دې جومات ټیکدارفضل واحد هم اقرارکوي چې له ده څخه قاري میرزا تر نهه لکه ډالرو پورې پیسې ترې اخیستې او شخصي مصارف يې پرې کړي:

((دغه پیسې ده شخصي مصرف کړي دي، مارکیټونه يي جوړ کړي، کور يي جوړ کړی خپل کور مخې ته يي شخصي جوماتونه جوړ کړي د دې جوماتونو هر څه سره چې موږحساب ورته وکړو اته نیم ترنهه لکه ډالرو پورې اخيستې دي.))

درې اونۍ وړاندې قاري میرزا پرهغه د لګیدلو تورونو له امله دوه ورځې بند هم تېر کړی و، خو بیرته په ضمانت راخوشې شو.

وموغوښتل چې پر قاري میرزا ترابي د لګيدلو تورونو په اړه د هغه نظرهم له ځانه سره ولرو، ولې له مرکې کولو څخه يې ډډه وکړه.

خو د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وايي، قاري میرزا په ضمانت خوشې شوی، کله چې د ده په اړه څيړنې بشپړې شوې او محکمې هره پریکړه وکړه هغه به عملي کیږي:

((په اول قدم کې دده بندي کیدل نظارت کې د ده اچول د دې په خاطر و چې استلامونه جواب کړي، ماته څارنوال وویل چې کوم سوالونه موږ ترې کول جواب نه راکولو، خو اوس په ضمانت خوشې شوی استلامونه يي جواب کړي دا قضيه به له څارنوالۍ وروسته محکمې ته ځي محکمه به فیصله کوي، هر څوک چې مجرم و هغه به خپله سزا وويني.))

د سپین جومات ټیکدار فضل واحد د پخواني مالي کمیسیون غړي حاجي عزیز الرحمن عرب هم تور پورې کړی چې له ده څخه يي د پینځو لکو ډالرو غوښتنه کړې،خو په خبره يي پيسې لا نه دي ورکړي:

((په دې کې یو بل هم د حاجي عزیزالرحمن عرب په نوم هغه هم پینځه لکه ډالره غوښته ، نه نه هغه ته مو لا پیسې نه دي ورکړي.))

د قضيې د څيړنې کميسیون مشراجمل رحماني وايي، د کوم مکتبو پر اساس چې پر عزیزالرحمن عرب تور پورې شوی،په هغې کې د عزیزالرحمن عرب نوم نشته:

((د ټيکدار نیوکه په حاجي عزیزالرحمن عرب و،خو په سند کې د سید عبدالحق اغا نوم لیکل شوی سند ټیکدار ورکړی پیسې نه دي ورکړل شوي.))

حاجي عزیزالرحمن عرب وايي په کوم وخت کې چې دی د ټاکل شوي کمیسیون غړی و، دوی د خپل مسولیت په چوکاټ کې د وخت والي په هدایت پیسې له اکاونټ څخه راویستلې او ټیکدار ته يي سپارلي چې دټولو اسناد ورسره په لاس موجود دي.

خو نوموړی د ټیکدار له خوا پرده لګول شوی تورچې له هغه څخه يې پيسې غوښتي له حقیقه لرې او بې بنسټه بولي:

((اصلا کومه خبره چې ټيکدار کړی هغه بلکل حقیقت نه لري کوم اسناد چې دوی ښکاره کړي په هغې کې زما نوم هم نشته دا یوه ادعا کړې زه دا خبره په کلکه ردوم.))

د سپين جومات د قضيې د څيړنې کميسیون مشر اجمل رحماني ددې جومات قرارداد هم له فساده ډک بولي.

دی وايي دغه قرارداد لومړی د څوارلس میلیونو ډالرو په ارزښت شوی و،خو کله چې مولوی عطالله لودین د ننګرهار والي شو په دې قرارداد کې یو څه اصلاحات راغلل او دغه قرارداد نهه میليونو ډالرو ته راښکته شو.

د رحماني په خبره اوس چې دوی په دې اړه څيړنې کړي ډيری شرکتونه حاظر دي چې په شپږنیم میلیونه ډالره دا جومات جوړ کړي.

نوموړی وايي، تردې مهال دتورخم په بندر کې د سپین جومات په نوم له سوداګرو اووه سوه شپږپنځوس لکه دوه څلویښت زره شپږسوه افغانۍ راټولې شوي چې له دې جملې څخه اووه سوه لکه افغانۍ د جومات ټیکدار ته ورکړل شوي او شپږڅلویښت لکه اته ویشت زره افغانۍ په اکاونټ کې پاتې دي.

یو شمېر ناتاييد شوي ریپوتونه وایي د سپین جومات په مسله کې یو شمېر نورو ځورواکانو هم د جومات له پیسو څخه باج اخیستی چې تر اوسه يي څيړنې لا بشپړې شوی نه دي.

د ننګرهار سوداګر وايي که چیرې افغان دولت د سپين جومات په جوړیدو کې د فساد مسله جدي ونه څيړي او مفسدین د قانون منګولو ته ونه سپاري دوی به هیڅکله د هيواد په بیارغونه کې برخه وانخلي.

په تیرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې په هره برخه کې فساد مسله تر دې عامه شوه چې د خپرو شویو رپوټونو له مخې افغانستان د فساد له پلوه په نړۍ کې دویم مقام خپل کړ او د فساد ریښې دومره وغځيدلې چې بلاخره د خدای کور په جوړیدو کې فساد رابرسيره شو او یو دیني عالم چې نورو ته د اسلام له نظره فساد ناروا بولي خپله په فساد کې ښکیل وګڼل شو.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG