د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د جنګونو له امله د ننګرهار له هسکې مينې څخه هم خلک کډه کیږي


له کله نه چې د داعش په نامه وسله واله ډله په ننګرهار کې پيدا شوې د دې ولایت د شینوارو په ولسوالیو کې وخت ناوخته د دوی او طالبانو ترمنځ خپل منځي وسله والې نښتې هم روان دي.

په دغو سیمو کې کله داعش او کله امارات اسلامي ډله برلاسي شي؛ خو په هره وسله واله نښته کې د سیمې خلک مجبور شوي چې خپلې مېنې پریږدي او نورو سیمو ته راکډه شي.

له تېرو درېيو ورځو راهیسې د هسکې مينې ولسوالۍ په اوغز، کڅو او ګورګرۍ کې د دغو دواړو وسله والو ډلو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

د سیمې خلک وايي، په لسګونو کورنۍ ددغو جنګونو له امله یو او بل ځای ته کډه شوې:

"انور شاه: ماشومان ښځې حرکت کې روان کورونه يې پرېښوده؛ جنګ روان دی، حکومت په کې مداخله نه کوي، موږ ورنه غوښتنه کوو چې دوی باید مداخله وکړي؛ زور يې ولس ته رسیږي.

نجیب: جنګ د داعش او امارت ترمنځ روان دی؛ د ګرګری نه ډير خلک وتلي دي او د دوی جنګونه اوس هم روان دي."

د ولایت ویاند احمدضيا عبدالزی د دغو دواړو وسله والو ډلو نښتې تايدوي او په خبره يې د دغو جنګو د تلفاتو په اړه ورته راپور نه دی ورکړل شوی:

"هلته امنيتي ادارې وايي چې نښتې سره کړي دي؛ اما جزیات دوی ته معلوم نه دي چې دوی څومره تلفات سره اړولي دي د نن په اړه ګزارش نشته؛ خو پرون يي سره نښتې کړي."

له دې وړاندې په اچين ولسوالۍ کې هم ددغو دواړو وسله والو ډلو ترمنځ سختې وسله والې نښتې ترسره شوې چې د سیمې خلکو په خبره په هغو نښتو کې عامو خلکو؛ ماشومانو او مېرمنو ته هم مرګ ژوبله واوښته چې د سیمې د خلکو په وینا په زرګونو کورنۍ نورو سیمو ته راکډه شوې.

د اچین ولسوالۍ څخه یو تن راکډه شوی وايي؛ حکومتي اداره یوازې د دې جنګونو ننداره کوي او په اور کې عام خلک سوزي:

"حال او مال يې زموږ ټول تباه کړل زموږ کورونه يې وسېځل؛ چرګان او فیلمرغان يط وسوځول؛ حکومت سره نه راښکاره کوي چې په دې ولس څه تېریږي واړه او زنانه ټول همداسې پياده خوشې و؛ چپلکې ورنه پاتې وې چې تا لیدلی وای ژړلي به دې وای چې څنګه ظلم په دې مسلمانانو روان دی."

نوموړي د مشرانو جرګې پر هغه پلاوي هم نیوکه وکړه چې په خبره يې ننګرهار امن دی او خلک د امنيتي وضعیت څخه خوښ دي.

دی وايي، دغه ډول پلاوي چې له مرکزه راشي؛ یوازې د ولایت په مقام کې د امنیت ارزونه کوي؛ خو د سیمې د خلکو له حاله يې ځان نه دی خبر کړی:

"دوی باید یو هیت راولیږي چې هغې ځای ته ځان ورسوي؛ هغه داسې هیت وي چې په دې ولس خفه شي؛ دوی داسې کس رالیږي چې یا پاکستانی هیات وي يا ايرانی وي هغه ددې ولس په درد نه خفه کیږي سم خلک دې راشي چې له نیږدې نه دا خلک او ساحه وګوري."

د ویلو ده چې تېره اونۍ د ننګرهار سرې میاشتې ټولنې د اچین ولسوالۍ څخه راکډه شویو څه باندې زر کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وکړه چې په خبره يې دا مرسته یوازې هغو کورنیو سره وشوه چې غني خېلو ولسوالۍ ته راکډه شوي دا چې نورو ولسوالیو او جلال اباد ښار ته څومره کورنۍ نورې راکډه شوي د هغوی سروې روانه ده.

راپور:- شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG