د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

"د لوړوزده کړو په نظام کې ستونزو د تحصیل پر بهیر ناوړه اثر کړی"


که څه هم د لوړو زده کړو نوې وزیره وايي چې د لوړو زده کړو په نظام کې یې د ستونزو پلټل پیل کړي؛ خو د پوهنتونونو د استادانو ټولنه وايي چې اوسمهال د لوړوزده کړو په نظام کې داسې عمده ستونزې شته چې د تحصیل پر بهیر یې ناوړه اثر کړی دی.

د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنې د یکشنبې په ورځ په یوې علمي ناسته کې ګڼ شمېر اکاډمیکې ستونزې بیان او له لوړو وزارت نه یې وغوښتل چې اوارۍ ته یې تدابیر ونیسي.

د استادانو د ټولنې یوه غړي پوهاند قیس دغو ستونزو ته داسې اشاره وکړه:

((د لوړو زده کړو په کمیت کې یو څه پرمختګ شوی؛ خو د ټولو مالي او تخنیکي امکاناتو سره - سره په کیفیت کې بدلون نه دی راغلی؛ دا ستونزې په اداري، فني، د استادانو او محصلانو په چارو او د بورسونو په برخو کې دي چې له کلونو کلونو راهیسې پرځاې پاتې دي او تحصیلي نظام ته یې زیان اړولی دی.))

استادانو دا هم وویل، په پوهنتونونو کې د سیاستمدارانو او زوروا کانو غیر قانوني مداخلې بل لامل دی چې د لوړو زده کړو نظام یې له څو کلونو راهیسې له ستونزو سره مخ کړی دی.

استادانو زیاته کړه، د لوړو زده کړو لپاره بهر ته د استادانو او محصلانو په لیږلو کې؛ عدالت په پام کې نه نیول کیږي او د کانکور پروسه د دې پرځاې چې ښه شي بلکې له یوه کال نه بل ته خرابیږي.

په همدې ډول استادانو په لسګونو نورو ستونزو ته اشاره وکړه او د حل لپاره يې یو لړعلمي او اکاډمیکې لارې چارې پیشنهاد هم کړې.

په جوړه علمي ناسته کې د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مهمند د استادانو ستونزې تایید کړې او ویې ویل چې ټولو ستونزو ته به د پوهنتونو د علمي شورا په مرسته یوه جامع طرحه جوړه او اوارۍ ته به یې تدابیر ونیسي:

((له تېرو څوارلسو کلونو راهیسې د لوړوزده کړو په سیسټم کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی؛ خو هڅه به وکړو چې ستاسې محترمو استادانو په مشورو د ستونزوحل لارې ومومو.

موږ د لوړو زده کړو په قانون کار کړی؛ د عدلیې وزارت ته سپارل شوی او دا قانون به ټولې اکاډمیکې ستونزې اوارې کړي.))

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې له څوکلونو راهیسې نه یوازې دا چې په پوهنتونونو کې د کیفیت له ټیټوالي شکایتونه کیږي؛ بلکې ویل کیږي چې په ځینو پوهنتونونو کې د تعلیم او تحصیل له اصولو خلاف؛ سیاسي، قومي او سیمه ییز فعالیتونه کیږي.

کارپوهان وايي، تعلیمي او تحصیلي مرکزونه باید له هرډول سیاسي؛ قومي، ژبني او مذهبي فعالیتونو څخه لیرې واوسي او حکومت باید هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د غه علمي چاپیریال له اصلي لارې واړوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG