د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

نی د ټولنیزو رسنیو اونۍ ونمانځله


نی یا له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې نن (یکشنبې) د ټولنیزو رسنیو اونۍ ونمانځله.

د نظر اختلاف د دښمنۍ په معنی نه ده؛ د ټولنیزو رسنیو د نمانځنې سږنی شعار جوړوي.

نی یا له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر د یکشنبې په ورځ د ټولنیزو رسنیو د اونۍ په لمانځ غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ټولنیزو رسنیو موثریت ډېریږي او په بېلابېلو برخو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي:

((ټولنیزو رسنیو په هېواد کې خپل ځای موندلی دی او په فرهنګي، اقتصادي، سیاسي، امنیتي او علمي برخو کې یې تر اوسه ګټور رول لوبولی دی.))

ښاغلی خلوتګر وایي چې په تېرې نږدې یوه نیمه لسیزه کې ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، ټویټر، یوټیوب، لینکډ این او داسې نورو شبکو له صفر څخه پیل وکړ او ډېر پر مختګ یې وکړ.

دی وایي، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون او درې لکه کسان له ټولنیزو رسنیو څخه ګټه اخلي.

همدې غونډې ته د وینا پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالې مژګان مصطفوي وویل؛ د ټولنیزو رسنیو موثریت ته په کتو اړینه ده چې د سنتي رسنیو لکه راډیو او ټلویزیون په قوانینو کې د ټولنیزو شبکو لپاره هم قانون جوړ شي:

((د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري چې د ټولنیزو رسنیو په قانون کې د ټولنیزو رسنیو په نوم یو فصل اضافه کړي. پرته له دې چې کوم چاته زیان و رسوو.))

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا مهال شپږ مخابراتي شبکې په افغانستان کې انټرنټي خدمتونه وړاندې کوي.

خو له دې سره خلک په افغانستان کې د انټرنټ د کم کیفیت او لوړې بیې څخه هم شکایت لري.

په ورته وخت کې، له ټولنیزو رسنیو او شبکو څخه ناوړه استفاده په افغانستان کې یوه بله د اندېښنې وړ موضوع بلل کیږي.

همدا موضوع مې د ټولنیزو شبکو له یو تن کارونکي محمد قاسم رحماني سره مطرح کړه او له ده څخه مې د دې ستونزې د حل لارې په اړه پوښتنه وکړه:

((موږ لا هم اړتیا لرو چې له ټولنیزو رسنیو څخه د استفادې فرهنګ باید پیاوړی شي. دولت باید داسي پروګرامونه پیل کړي چې له ټولنیزو رسنیو څخه سمه استفاده وشي او اخلاقي موازین باید تدوین کړي.))

ټولنیزې رسنۍ په یو شمېر هېوادونو کې د سترو سیاسي بدلونونو سبب ګرځیدلي دي.

خلک او مدني فعالان هم وایي چې له ټولنیزو رسنیو څخه نه باید یواځې د وخت تېرولو او ټوکو ټکالو لپاره استفاده وشي بلکې دا شبکې باید خلکو ته د معلوماتو د رسولو او بنسټیزو بدلونونو په وسایلو بدلې شي.

XS
SM
MD
LG