د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

عبدالله: امنیتي چارواکي باید د روانو ناامنیو په اړه توضیحات ورکړي


په فاریاب، کونړ،هرات، بدخشان او ځینو نورو سیمو کې په څو وروستیو پيښو کې د افغان پوځیانو او ملکیانو مرګژوبلې د افغان حکومت مشران اندېښمن کړي او په دې اړه د وضاحت غوښتنه کوي.

د افغان حکومت اجراییه رییس په یو شمېر سیمو کې روانې جګړې او انتحاري حملې او چاودنې د وضعیت د کړکیچن کېدو لامل وباله.

ډاکټرعبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې د دفاع وزارت له سرپرست او د کورنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل چې د روانو نا امنیو په اړه بشپړ توضحیات ورکړي:

((په تېرو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې امنیتي پېښې شوي دي. په کونړ کې یوه پيښه شوې وه. په ننګرهار او فاریاب کې انتحاري حملې وشوې. د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جګړې روانې دي.

یو شمېر پولیسو ته هم په هرات کې د سړک غاړې په ماین چاودنه کې مرګژوبله واوښته؛ نو د دفاع او کورنیو چارو وزیر صاحبان باید په دې اړه توضیحات ورکړي؛ په خاصه توګه د هغو سیمو په اړه چې وضعیت په کې کړکیچن دی.))

د افغان حکومت اجراییه رییس په داسې حال کې وروستۍ پېښې د انديښنې وړ وبللې چې اوس وخت په فاریاب؛ سرپل، بدخشان او ځینو نورو شمالي سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ سختې جګړې روانې دي.

که څه هم افغان حکومت د ملي اردو د لوی درستیز په مشرۍ په فاریاب کې د مخالفینو د تصفیې لپاره عملیات پيل کړي دي؛ خو له سیمې نه د رپوټونو په اساس ورځ تر بلې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.

اخوا پوځي کارپوهان ټینګار کوي چې په حساسو شرایطو کې باید د حکومت مشران په خپله د ټولو کارونو جدي څارنه وکړي.

جنرال عتیق الله امرخېل له آزادي راډيو سره په خبرو کې انتقاد وکړ چې مشران باید یواځې په وضعیت باندې د ځان د پوهولو لپاره توضحیات ونه غواړي؛ بلکې په خپله لاس په کار شي او اړوندو ادارو ته مشخصې دندې وسپاري:

((دا چارواکي باید ټول په وظایفو باندې حاکم وي. دوی باید وزارتونو ته امر ورکړي. دوی باید وزارتونو ته پلان ورکړي چې دغه منطقه دغسې خلک دي په کې، دلته نا امني ده. دلته د چا لاس ده، دا وضعیت څوک خرابوي. دوی سره باید معلومات وي.

دوی باید له هغوی نه داسې توضیحات وغواړي چې دغه سیمه کې چې جګړه وشوه نتیجه یې څه وه؟ په دې جګړه کې څه مشکلات وو. کومه دنده اجراء نه شوه، چا اجرا نه کړه سبب یې څه و.؟))

ښاغلی امرخېل همداراز ټینګار کوي چې امنیتي ادارې په خاصه توګه کشفي څانګې باید د ټول هېواد بشپړ حالت چارواکو ته وړاندې کړي؛ څو له مخې یې دوی اړوندو ادارو ته دندې وسپاري.

په افغانستان کې امنیتي وضعیت په داسې حال کې کړکیچن بلل کیږي چې افغان حکومت او وسله وال طالبان د سولې خبرې پيل کړي او ویل کیږي چې د دغو خبرو عملي نتیجه به د اوربند په سر تر سلا وروسته معلومه شي.
خو کارپوهان او عام خلک اندېښنه ښکاره کوي چې د افغانستان د نا امنۍ تر شاه د سیمې هېوادونه لاس لري او نه غواړي چې دغه مخ پر ودې هېواد یې یوه ورځ سیال وګرځي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG