د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د پاکستان په زندانونو کې بندیان په مرموز ډول وژل کیږي


د نیاز بي بي زوی اصغرمحمد شپې مهال لادرکه شو. هغه د پاکستاني سرتېرو لاسته ورغلی و.

دغو پوځیانو اصغر محمد تورن کړ چې له طالبانو سره یو لاس دی او په جګړو کې یې ښکیل دی.

اتلس میاشتې وروسته هم نیاز بي بي د خپل زوی له برخلیکه خبره نه ده او نه پوهیږي هغه چېرې دی.

بالاخره یوه ورځ هغې ته یوټلیفون راځي؛ مقابل لوری په ټلیفون کې نیاز بي بي ته وایي:

((د کوهاټ زندان ته راسه او هېچا ته څه مه وایه.))

نیاز بي بي د پاکستان په شمال لویدیځ کې دغه زندان ته ورځي او هلته د زندان د کارکوونکو له خوا یوه بل جلا زندان ته وړل کیږي چې تر ډېره جنګې اسیران په کې ساتل کیږي.

د زندان کارکوونکو اصغر خپلې مور ته راوست. نیاز بي بي ژړل او اصغر ډاډ ورکاوه چې ډېر ژر به خپل کور ته ستون شي.

له دې یوه بله میاشت تېره شوه او بیا هم د نیاز بي بي ټلیفون ته زنګ ووهل شو؛ خو دا ځل ټکان ورکوونکی خبر و.

د زندان یوه چارواکي هغې ته وویل چې زوی دې مړ شوی؛ راشه مړی دې واخله.

اصغر یو له لسګونو بندیانو دی چې په تېر یو نیم کال کې د پاکستان د پوځ په زندان کې مړ کیږي.

د زندان د پخوانیو کارکوونکو، د بندیانو د کورنیو او د بشري حقونو د فعالانو په خبره دغه بندیان له ډیرې ځورونې؛ لوږې او نورو بېلابېلو دلایلو له کبله مړه شوي دي.

دغه تورونه داسې مهال لګول کیږي چې پاکستاني جنرالانو د طالبانو په نښه کولو او د سلګونو کسانو د نیولو لپاره خپله جګړه لا پیاوړې کړې ده.

د راپورونو له مخې دغه جنرالان د نویو او پراخو قانوني او قضایي صلاحیتونو څخه برخمن دي.

منتقدین خبرداری ورکوي چې دغه پرمختګونه ښایي د بشر حقونه تلف کړي؛ ماتېدونکې ډیموکراسي کمزورې کړي او بلاخره د تروریزم په وړاندې به د پاکستان مبارزه تر پوښتنې لاندې راولي.

د بښنې د نړېوال سازمان یو چارواکی مصطفی قادري وایي؛ خلک د هغه په اړه له خبرو کولو ډاریږي چې پوځ یې کوي.

قادري زیاتوي داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې تېر کال د پاکستان د پوځ په زندان کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم بجوا د هغو پوښتنو له ځواب ویلو ډډه کړې چې د جنګي اسیرانود زندانونو د شرایطو په اړه تفصیل ترې غوښتل شوی دی.

XS
SM
MD
LG