د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون [دوشنبه] په نړۍ کې د انسانانو د قاچاق په اړه کلنۍ رپوټ خپور کړ.
په رپوټ کې روسیه په تورلست کې شامله شوې خو د کیوبا او مالیزیا نومونه سپین شوي دي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري پرون وویل:
((دا د حیرانتیا وړ خبره ده چې نړېوال په 2015 [میلادي] کال کې د غلامۍ له پرمختللي ډول سره مخامخ دي.))
جان کري پرون په واشنګټن کې وویل، په نړۍ کې د انسانانو د قاچاق په اړه د کلني رپوټ د خپرولو هدف د هغو بشري فعالانو ملاتړدی چې د عصري برده ګۍ پرضد مبارزه کوي، جان کري وړاندې وویل:
((د دې سند هدف د چا ترټل نه دي. د دې هدف د چانوم اخیستل او شرمنده کول نه دي.
دا رپوټ د انسانانو د ذهن د روښانه کولو او ترهرڅه مهم، د خلکو د پیاوړي کولو لپاره خپور شوی دی.))
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په رپوټ کې ویل شوي چې د انسانانو د قاچاق له امله د تجارت اندازه په کال کې 150 ملیارد ډالرو ته رسیږي، جان کري زیاته کړه:
((موږ باید هیڅ کله د دې اجازه ورنه کړو چې د یوه انسان د زړه، روح او ازادۍ نرخ وټاکل شي.))
د امریکا د بهرنیوچارو وزیرد عصري غلامۍ د پای ته رسولو لپاره د قوانینو پرعملي کیدو ټینګار وکړ.
کري پرون هغې عراقۍ ښځې ته چې په خپل هېواد کې یې د یزیدي ښځو د امنیت لپاره هڅې کړې وې، جایزه ورکړه.
جان کري امنه حسن ته مبارکي وویله چې په عراق کې د یزدي ښځوپه وړاندې د روان تشدد په اړه یې، د نړېوالو خبرولو هڅې کړي دي.
په دې رپوټ کې ۲۳ هېوادونه چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره په هڅو کې ناکام شوي، په تورلست کې راغلي چې تایلنډ او روسیه هم په کې شاملیږي.
د امریکا ولسمشربارک اوباما ۹۰ ورځې وخت لري چې پرهغو هېوادونو چې په تورلست کې راغلي، د بندیزونو د لګیدو پریکړه وکړي.
داسې ګڼل کیږي چې هرکال په نړۍ کې ۲۰میلیونه انسانان د قاچاق قرباني کیږي.
دا کسان ترډیره حده په کانونو او ساختماني پروژو کې کار، کورني خدمت یا جنسي کاروبار ته مجبوره کیږي.