د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د سرپل له کوهستاناتو ولسوالۍ څخه ۶۰۰ کورنۍ کډه شوي دي

د سر پل ولایت د کوهستاناتو د ولسوالۍ په سقوط سره ویل کېږي چې شا او خوا شپږ سوه کورنۍ له سیمې بې ځایه شوي دي.

د سرپل د ولایتي شورا رییس محمد نور د دغه خبرې په تاید سره په دې اړه اندېښنه ښودلې او له افغان حکومت او مرستندویه ټولنو یې غوښتې چې بې ځایه شویو کسانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د کوهستانانو ولسوالۍ له وسله والو مخالفینو سره د پرونیو جګړو په دوام نن سهار سقوط وکړ.

طالبانو هم ویلي چې کوهستاناتو ولسوالي د دوی لاس ته ورغلې ده.

پخواني معلومات:

راپورونه وايي د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.

د سرپل د ولایتي شورا غړي اسدالله خرم ازادي راډیو ته وویل چې د کوهستانانو ولسوالۍ له وسله والو مخالفینو سره د پرونیو جګړو په دوام نن سهار سقوط وکړ.

د سرپل ولایت یوه سیمه ییز مقام چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کوهستاناتو ولسوالۍ د سقوط خبر تایید کړ.

د سرپل امنیه قومندان محمد عاطف جبارخیل ازادي راډیو ته ویلي چې له نن سهار راهیسې یې له ولسوالۍ سره اړیکې پرې شوې دي.

طالبانو هم ویلي چې کوهستاناتو ولسوالۍ د دوی لاس ته ورغلې ده.

پخواني:

راپورونه وايي، د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.

XS
SM
MD
LG