د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

پاکستان د اعدامونو لړۍ بيا پيل کړې


د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ د پنجاب ايالت په ملتان ښارکې د دوو تنو پر دار ځړولو سره د اعدامولو لړۍ بېرته پيل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني حکومت د روژې مياشتې په درناوي د جون له ١٣ مې نېټې څخه د جولايي تر ٢٦ مې پورې د دې هېواد په ټولو زندانونو کې د اعدامونو لړۍ ځنډولې وه.

په پنجاب ايالت کې د زندانونو په چارو کې د حکومت لوړ پوړي سلاکار چوهدري ارشاد سعید د دوشنبې په ورځ فرانسپريس خبري اژانس ته ويلي:

((نن سهار د ملتان په مرکزي زندان کې دوه تنه بندیان چې فاروق الیاس فاروقه او کریم نواز نومېدل پر دار وځړول شول چې په ترڅ کې يې په دې هېواد کې د اعدامونو يوه مياشتنۍ ځنډېدلې لړۍ بېرته پيل شوه.))

د چوهدري ارشاد په وينا،دغه دواړه کسان د خلکو د وژلو په جرم په ځانګړيو دوسیو کې د اعدام پر سزا محکوم شوي ول.

د پاکستان صدراعظم نوازشريف د تېرميلادي په دیسمبر مياشت کې په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي د طالبانو تر بريد وروسته چې ١٥٠ کسان په کې ووژل شول، په دې هېواد کې د اعدام پر سزا لګېدلى بنديز لرې کړ او د ترورېزم د مخنيوي لپاره يې دا پرېکړه اړينه وبلله.

په پاکستان کې د اعدام پر سزا د لګېدلي شپږ کلن بنديز تر پورته کېدو وروسته په تیرو اتو میاشتو کې په دې هېواد کې د اعدام شویو کسانو شمیر ١٧٦ ته رسېدلی دى.

د پاکستان حکومت په داسې حال کې د اعدامونو لړۍ بېرته پيل کړه چې اروپایي ټولنې، ملګريو ملتونو او د بشري حقونو فعالینو له پاکستانه غوښتي چې د تیرو کلونو په څیر د اعدامولو لړۍ ودروي.

په عين حال کې د پاکستان د بشري حقونو کميسيون او ددې هېواد د مدني ټولنو غړيو هم د خپل هېواد له حکومته بيا بيا غوښتي چې پر دې سزا دې بېرته بنديز ولګوي، خو د پاکستان حکومت لا تر دې دمه ددغو ادارو غوښتنو ته کوم ځواب نه دى ورکړى.

د بخښنې نړیوال سازمان ايمنسټي انټرنېشنل د سروې له مخې، په پاکستاني زندانونو کې دا مهال څه دپاسه ٨٠٠٠ بنديان د مرګ په سزا محکوم شوي او د اعدام انتظار کوي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو څارونکي په دې هېواد کې د ترورېزم د مخنيوي لپاره د اعدام پر سزا د بنديز پر پورته کولو سربېره ټينګار کوي چې حکومت دې په قبايليو سيمو کې د ښو او بدو ترهګرو له توپير پرته د ټولو پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي او هغوى دې بيا منسجم کېدو ته پرې نه ږدي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG