د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

دانش: د افغانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره پر پولو شدید تدابیر شته


د کورنیو چارو وزارت وایي، له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره پر پولو شدید تدابیر لري.

د کورنیوچارو وزارت دا موضوع د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د هغه راپورپه ځواب کې ویلي چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د انسانانانو د قاچاق په اړه خپور شوی دی.

جګړې او بې وزلي په افغانستان کې د انسانانو د قاچاق له اساسي عواملو څخه ګڼل کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایې، هڅه کیږي چې بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو خاصتاً د ځوانانو او ماشومانو له قاچاق څخه په جدي توګه مخنیوی وکړي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د انسانانو په ځانګړي توګه ماشومانو او تنکیو ځوانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره شدید تدابیر لري:

((موږ پر پولو سخت تدابیر لرو څو ټول هغه ځوانان، تنکي ځوانان او ماشومان چې د افغانستان له پولو اوړي، باید وپيژندل شي چې که کورنۍ یې ورسره وي؛ موږ کومه ستونزه نه لرو خو په ځينو پيښو کې موږ د دغو ځوانانو او تنکیو ځوانانو د تلو مخنیوی کوو.))

ښاغلی دانش وایي، تیرکال یې څوځله له پاکستان او ایران سره پر پوله د ماشومانو د قاچاق مخه ونیوله او دغه ماشومان یې خپلو کورنیو ته وسپارله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپورکې چې د جولای په ۲۷ خپور شو راغلي چې په افغانستان کې دننه د انسانانو قاچق نسبتبهرته زیات دی.

راپور وایي چې له قاچاق شویو ماشومانو او تنکیو ځوانانو څخه د مخدره موادو د لیږد، درندو کارونو، جنسي اهدافو او نورو کارونو لپاره کار اخیستل کیږي.

په راپورکې دا هم راغلي چې یو شمېرقاچاق شوي افغان ښځې او نجونې په هند، پاکستان او ایران کې جنسي اړیکو او په کورونو کې کار کولو ته اړایستل شوي دي، خو د دې یادونه هم شوې چې د یو شمېرګاونډیو او لرې هېوادونو لکه فلپین او سریلانکا څخه هم نجونې د همدې اهدافو لپاره افغانستان ته قاچاق شوي دي.

د راپورله مخې په افغانستان کې په ځينو مواردو کې کورنیو په خپله خپل اولادونه د فحشا او بچه بازۍ لپاره پلورلي دي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت دغه رازپه خپل راپورکې د هغو افغان ځوانانو یادونه کړې چې یونان ته په غیرقانوني توګه تللي او هلته د جنسي اړیکو د کاراوباریانو لاس ته لویدلي.

په دغه راپورکې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره د افغان دولت د هڅو ستاینه شوې، خو دا هڅې یې د قاچاق کوونکو د محاکمې او د قربانیانو د ژغورنې لپاره ناکافي بللي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر د حقونوخپلواک کمیسیون د انسانانو قاچق د اندیښنې وړ بولي.

د دغه کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار د سې شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا تایید کړه چې د قاچاق د پدیدې زیاتره قربانیان ماشومان جوړوي:

((کم عمره ماشومان د همدې قاچاق برخه دي او له دې اړخه ډير زیان منونکي دي.

له کوم ځایه چې دوی حرکت کوي ترهغه ځای پورې چې رسیږي، د لارې په اوږدو کې د دې خطر شته چې ورباندې تیری وشي.))

ښاغلی بیدار وایي، ترهغو چې په افغانستان کې ناامنۍ وي او دولت پرټولو سیمو پوره حاکمیت ټینګ نه کړي، نو د ناوړه اهدافو لپاره به د انسانانو قاچاق همداسې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG