د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د ترکیې له پولې سره له داعشه یوه پاکه سیمه


ترکیې او د امریکا متحدو ایالتونو موافقه کړې ده چې د سوریې هغه سیمه به چې د ترکیې سره په پوله پرته ده، د اسلامي دولت د وسله والو څخه پاکوي او دغلته به د سوریې د زرګونو کډوالو لپاره پنا ځای جوړوي.

د اوباما د ادارې چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل؛ له ترکیې سره د داعش څخه د یوې پاکې سیمې په رامنځ ته کولو د امریکا د متحدو ایالتونو بحثونه پر هغه تقریباً یوسلو نهه کیلومتره سیمه متمرکز دي چې دا مهال د اسلامي دولت د وسله والې ډلې په واک کې ده.

په راپورونو کې د امریکايي چارواکو له خولې ویل شوي چې تر اوسه په دې برخه کې د امریکا او ترکیې ترمنځ توافق نهايي شوی نه دی.

په داسې حال کې چې د ترکیې سره پر پوله د وسله والو څخه د یوې پاکې سیمې رامنځ ته کول به د هغه څه کم دوه میلیونو کډوالو څخه ډیر ځان ته راجلب کړي چې دا مهال په ترکیه کې دي.

یوه چارواکي ټینګار کړی چې د دې ګډو عملیاتو هدف د هغه کسانو لپاره یو خوندي سیمه رامنځ ته کول نه دي چې له جګړې تښتي.

دغه چارواکي ویلي دي، دې خوند سیمې ته کډوال ورتلی شي؛ خو د عملیاتو هدف دا نه دی بلکې هدف یې دا دی چې د ترکیې پوله د داعش له وسله والو پاکه شي.

په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي ویلي؛ د ترکیې سره هر ډول ګډ‌ې پوځې هڅې به د الوتنو لپاره د یو ممنوع زون د رامنځ ته کولو په معنی نه وي چې ترکیه یې له اوږدې مودي راهیسې په سوریه کې د رامنځ ته کېدو هڅه کوي.

په داسې حال حال کې ده چې د سوریې او ترکیې پر پوله د یو حایلې سیمې د رامنځ ته کېدو د پلان جزییات لا څرګند نه دي؛ د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو ویلي؛ واشنګټن او انقره د سوریې خاورې ته د مځکنیو سرتېرو د استولو نیت نه لري؛ بلکې غواړي چې په دې حایله سیمه کې د داعش د وسله والو ځای د سوریې د حکومت منځ لارې مخالفې ډلې ونیسي.

دا بحثونه په داسې حال کې دي چې ترکیې په دې وروستیو کې د داعش د وسله والې ډلې پر وړاندې خپل چلن بدل کړی.

تېره اونۍ د ترکیې جنګي الوتکو په سوریه کې د دې وسله والې ډلې مورچلې بمبار کړي دي.

همدارنګه ترکیې د امریکا متحدو ایالتونو ته اجازه ورکړې ده چې د دې هېواد د اینجرلیک هوايي اډې څخه د داعش پر ضد هوايي بریدونه ترسره کړي.

له بل پلوه ترکیې د داعش د وسله والې ډلې د ګواښ په اړه د ناټو د غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې.

د ترکیې صدراعظم داود اوغلو ویلي؛ ناټو د سوریې او عراق سره د ترکیې د پولو د ساتنې په برخه کې د مرستې مسوولیت لري.

کردي وسله وال چې د امریکا ملاتړ ورسره دی او د ترکیې پولې ته نژدې ۹۰۹ کیلومتره سیمه په واک کې لري؛ انقرې ته یې د سوریې په شمال کې د هر ډول پوځي مداخلې پر وړاندې خبرداری ورکړی دی.

د ترکیې او امریکا نوې طرحه اوس دا پوښتنه رامنځ ته کوي چې د سوریې کومه یاغي ډله به د داعش پر ضد په مځکنیو عملیاتو کې برخه ولري.

د امریکا متحده ایالت له اوږدې مودې راهیسې د دوی په منځ کې د یو باوري شریک د نشتوالي څخه شکایت کوي.

یو امریکايي چارواکي ویلي؛ د امریکا په مشرۍ ایتلاف، د سوریې د کردانو او د ازادې سوریې د پوځ په څیر وسله والې ډلې غواړي څو د داعش پر ضد مځکنیو عملیاتو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG