د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

د کندز د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش سیمه مخالفینو ونیوله


د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش سیمه د نوموړې ولسوالۍ مرکز څخه درې کیلومتره فاصله لري او یوه پراخه سیمه ده.

د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تېره شپه وسله والو مخالفانو د ارچې ولسوالۍ له خوا پر اقتاش سیمې باندې پراخه بریدونه ترسره کړل چې په نتیجه کې غیرمسوولو وسله والو دغه سیمه پرته له مقاومت خوشې کړه او اوس مهال د وسله والو طالبان په کنټرول کې ده.

د خان اباد له اقتاش سیمې څخه د جګړې له کبله په سلګونه کورنۍ هم بېځایه شوي دي. د سیمي څو تنو اوسېدونکو ازادي راډیوته وویل:

((هېله یم، وروره جنګ دی موږله خپلو کورونو څخه وشړل شو او په یو جوړه جامو کې راوتلي یو.))

((نازک میر یم، علت دا ده چې خلک د غیرمسوول وسله والو له ظلم او باج اخیستنې څخه په تنګ راغلي وو چې د غیرمسوول وسله والو زور زیاتي له کبله هغه ده اقتاش سقوط وکړ، شاید چې د خان اباد ولسوالۍ هم سقوط وکړي.))

((زه فیروز الدین یم، وروره دا مهال د خان اباد ولسوالۍ چهار سر کې سره جګړه جریان لري او امکان لري چې د خان اباد ولسوالۍ هم سقوط وکړي، دا ټول د غیرمسوول وسله والو د ظلم او د خلکو د ځورنې نتیجه ده.))

په همدې حال کې د کندز امنیتي چارواکي هم دا مني چې د اقتاش سیمې سقوط کړی خو دوی وايي چې پلان لري یاده سیمې ډېر ژر د وسله والو مخالفانو له موجودیته تصفیه کړي.

د خان اباد ولسوالۍ، ولسوال حیات الله امیري بیا وايي چې په دې جګړې کې دوه تنه غیرمسوول وسله والو وژل شوي همدارنګه ۵ تنه یې ټپیان شوي دي.

امیري زیاته کړه، چې دا مهال جګړه د خان اباد ولسوالۍ مرکز په ۳ کیلومترې کې جریان لري او د جګړې له کبله په سلګونه کورنۍ هم بېځایه شوي دي.

د یادونۍ وړ ده چې څوموده وړاندې د کندز ولایت دو ولسوالیو پرله پسې سقوط وکړ، خو د چهاردرې ولسوالۍ بېرته دولتي ځواکونو ونیوله، اما د دشت ارچي ولسوالۍ همدارنګه د ګل تپې سیمه لاهم د وسله والو طالبانو په حاکمیت کې دی.

بلې خواته ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي وايي، چې د دوی ځواکونو د اقتاش سیمې ۶۵ کلۍ نیولي دی، همدارنګه ۱۵ تنه غیرمسوول وسله وال یې ژوندې نیولي دی او مرګ ژوبله یې هم ورته اړه ولي ده.

د کارپوهانو په وینا، څو چې په کندزلایت کې غیر مسوول وسله وال خلع سلاح نه شي ترهغه په دې ولایت کې امنیت ټینګ نشي، ځکه په سیمې کې ټوپکیان پر عامو خلک باندې ډېر ظلم کوي چې له امله یې د طالبانو لیکې ورځ تربلې پیاوړې کیږي.

اجمل ارین- کندز

XS
SM
MD
LG