د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

افغان کرکټ لوبډله ډک لاسونه هېواد ته راستنه شوه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هند د ۲۰۱۶ کال شل اووره نړېوال جام سیالیو د غواروي له لوبو وروسته نن هېواد ته راستنه شوه.

د کرکټ ملي ټیم ته د حامد کرزي په نړېوال هوايي ډګر کې لوړ پوړیو دولتي چارواکو د ملي شورا غړیو او د کرکټ سلګونو مینه والو تود هرکلی ووایه.

کله چې افغان ځوانان په نړېواله کچه په لوبو کې افغانستان ته کومه بریا راوړي، نو په کابل د حامد کرزي په نړېوال هوايي ډګرکې حکومتي چارواکو، د ملي شورا غړيو او د عام افغانانو له تود هرکلي سره مخ کیږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هند د ۲۰۱۶ کال شل اووره نړېوال جام سیالیوته له لارموندې نه وروسته د سې شنبې په ورځ له ایرلنډه هېواد ته راستنه شوه او په ډولونو او اتڼونو یې هرکلی وشو.

د افغانستان د ملي ټیم کیپټان اصغرستانکزي د حامد کرزي په نړېوال هوايي ډګرکې ازادي راډيوته وویل، د ۲۰۱۶ کال د شل اورونو نړېوال جام سیالیو ته به بشپړچمتوالی نیسي.ښاغلي ستانکزي هیله وښودله چې افغان لوبغاړي به په نړیوال جام سیالیو کې ښه وځلیږي:

((په رښتیا هم دا سیالۍ د افغانستان لپاره یو لوی ازمیښت و، زموږ لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه په دې سره وتوانېدو چې د ۲۰۱۶ نړېوال شل اووریزجام سیالیو ته لاره پیدا کړو، د افغانستان لپاره یو لوی ویاړ دی زه ورته مبارکي وایم، انشاالله په نړېوال جام سیالیو کې به افغان لوبغاړي ښه وځلیږي او ښې لاس ته راوړنې به ولرو.))

د هند د ۲۰۱۶ میلادي کال شل اوروه نړېوال جام سیالیو ته د لارې موندنې په هدف د جولای په ۹ په ایرلینډ او سکاټلیند کې د ۱۴ هېوادونو ترمنځ سیالي ترسره شوې.

په دې سیالیو کې چې د جولای تر ۲۶ دوام درلود د افغانستان په ګډون سکاټلینډ، هانکانګ، نیډرلینډ، ایرلنډ اوعمان د نړېوال جام سیالیوته لاره پیدا کړه او افغانستان په یادو سیالیو کې پنځم مقام خپل کړ.

د ملي ټیم غړي میروس اشرف وايي چې افغانستان په یادو سیالیو کې وتوانېد چې پیاوړي هېوادونه مات کړي:

(( نړیوال جام ته د غوراوي سیالۍ وې سترې سیالۍ وې زموږ سیالۍ هم له پیاوړیو هېوادونو سره وې په رښتیا هم دا ځل ټیمونه قوي و، خو افغان ټیم خپل همت له لاسه ورنه کړ او نړېوال جام ته مو لاره پیدا کړه.))

د کابل د حامد کرزي په نړېوال هوايي ډګرکې له عامو خلکو سربېره د ولسي جرګې غړیو هم د کرکټ ملي ټیم ته ښه راغلاست لپاره راغلي و.د دې جرګې غړې میرمن ارین یون وايي:

((ملي لوبډلې ته د ښه راغلاست لپاره راغلي یو، دوی د افغانستان لپاره غټه بریا راوړې ده، ملي ټیم د خلکو په دعا او خپلو هلو ځلو سره وکړای شول چې نړېوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي، دوی زمریان دي، له هغوی نه غوښتنه کوو چې په نړېوال جام سیالیو کې هم ښه وځلیږي او غټې ِغټې بریا د افغانستان ولسونو ته راوړي.))

افغانستان له دې وړاندې د نړېوال شل اووره جام سیالیو ته درې وارې لارموندلې وه، خو نه و توانېدلی چې د پام وړبریا ترلاسه کړي.

وبه لیدل شي چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به په ۲۰۱۶ میلادي کال کې هېواد ته څه راوړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG