د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

توحیدي: د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره یو لړ پیشنهادونه حکومت ته وړاندې شوي


د افغانستان د انتخاباتي نظام د اصلاح کمیسیون وایي چې تر راتلونکي یوې میاشتې پورې به د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره یو لړ پیشنهادونه حکومت ته وړاندې کړي.

د دې کمیسیون مرستیال د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې حکومت باید دا وړاندیزونه د یوه تقنیني فرمان په اساس د انتخاباتو قانون او د انتخاباتو د دندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون کې ځای کړي.

د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون هڅې پيل کړي؛ څو د انتخاباتې نظام د اصلاح لپاره حکومت ته په نږدې وخت کې ګټور پیشنهادونه وړاندې کړي.

که څه هم د دې کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي د دغو پیشنهادونو د څرنګوالي په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې له دغو پیشنهادونوڅخه به حکومت د انتخاباتو او د انتخاباتو د دندو او صلاحیتونو په قانون کې ګټه واخلي:

((هیله من یو چې تر راتلونکي یوه میاشت پورې به د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره خپله لنډ مهاله پیشنهادي بسته حکومت ته وړاندې کړو او حکومت به فرصت ولري ترڅو دا پیشنهادونه د یوه تقنیني فرمان په توګه د انتخاباتو قانون او د انتخاباتو د دندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون کې ځای کړي.))

ښاغلي توحیدي وویل چې په راتلونکي اونۍ کې به د انتخاباتي اصلاح د کمیسیون یو شمېر غړي د هېواد۷ بېلابېلو زونونو ته سفرونه ولري ترڅو د انتخاباتي نظام د اصلاح په اړه د مدني ټولنو، قومي مشرانو او نورو عامو خلکو وړاندیزونه واخلي.

نوموړي وویل چې کمیسیون به په دویمه مرحله کې د انتخاباتي کمیسیونونو د جوړښت د څرنګوالي په اړه څيړنه پیل کړي.

د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون تیره اونۍ په کار پیل وکړ.

دا کمیسیون درې میاشتې فرصت لري ترڅو د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره خپل ټول وړاندیزونه حکومت ته وسپاري.

په همدې حال کې اکسین یا انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې د شبکې مشرجانداد سپین غر وایي چې حکومت ته د وړاندیزونو په بسته کې باید له بیړې کار وانه خستل شي.

نوموړي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په دې برخه کې اړینه ده چې د انتخاباتو له متخصصو ادارو سره هم خبرې وشي:

((اندیښنه دا ده که کمیسیون په عجلې مخکې ځي، دوي به ونه شي کولای چې د خپلو پیشنهادي طرحو د کیفیت لوړولو لپاره لازم معلومات حاصل کړي، نو اړتیا ده چې له هغو ادارو سره خبرې او مشورې وکړې چې د انتخاباتو په برخه کې تخصص لري.))

یو شمېرعام وګړي بیا اندیښنه څرګندوي چې دا کمیسیون د حکومت د دواړو ډلو په تفاهم جوړ شوی او پریکړې به یې هم شفافې نه وې.

د دوې په وینا چې د انتخاباتي اصلاح کمیسیون کارونه باید د ملګروملتونو او نورو بې طرفو ادارو له لارې وڅارل شي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG