د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د خيبر پښتونخوا په ګډون په پاکستان کې سيلابونو ٨١ کسان وژلي


په پاکستان کې له طبيعي افتونو سره د مبارزې ملي اداره وايي چې په دې هېواد کې وروستيو توپاني بارانونو او سيلاب په خيبر پښتونخوا سربېره د پاکستان په نورو سيمو کې تر دې دمه لږ تر لږۀ ٨١ کسان وژلي او نزدې ٣ لکه نور يې بې کوره کړي دي.

دغې ادارې د سه شنبې په ورځ په خپور کړي تازه راپور کې ويلي چې د روانې مياشت له ١٦مې نېټې راهيسې د پشکال بارانونو او سيلاب تر ټولو زيات مالي او ځاني زيانونه په خيبر پښتونخوا کې اړولى او تر دې دمه په چترال او په نورو سيمو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٣٨ کسان مړه او دوه لکه شپېته زره نور اغېزمن شوي دي.

دغو سيلابونو پر خيبر پښتونخوا سربېره په پنجاب ايالت کې ١١، بلوچستان کې ٨، په ګلګت بلتستان کې ٥ او په پاکستاني کشمير کې ١٩ کسان وژلي دي.

له طبيعي افتونو سره د مبارزې د ملي ادارې د راپور له مخې؛ د خيبر پښتونخوا په چترال او د پاکستان په نورو سيمو کې سيلابونو ٧٩٣ کلي اغېزمن کړي او نزدې ٢٠٠٠ کورونه يې په بشپړه توګه له منځه وړي دي.

دغې ادارې دا راپور په داسې وخت کې خپور کړى چې پاکستاني رسنۍ وايي؛ لا هم په چترال کې د سيلابونو له خوا زيانونو لړۍ راوانه ده او په سيمه کې د لويو لارو او پلونو د نړېدو له امله له مرکزي چترال سره د ګيلاش؛ ګرم چشمې او يو شمېر نورو پورتنيو سيمو ځمکنۍ اړيکي پرې او ځايي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د چترال د ځايي دولتي چارواکيو په وينا؛ پرله پسې باران او سيلاب د چترال مستوج، شغور، کوراغ، بمبوريت، مورکهو او موردان درې سيمې زياتې ځپلي؛ په دغو سيمو کې لسګونه ودانۍ، پلونه، سړکونه، روغتونونه او نورې دولتي او غېر دولتي ودانۍ له منځه وړي دي.

له بلې خوا په خيبر پښتونخوا کې له طبيعي افتونو سره د مبارزې د ايالتي ادارې مرستيال مشر عظمت وزير وايي چې د چترال په ګډون د دې ايالت په نورو سيلاب ځپلو سيمو کې يې د ژغورونکي عمليات پيل کړي او د لويو لارو د بيا رغونې کار هم پيل شوى چې ډېر ژر به د چترال مهمې لارې بېرته پرانيزي:

((زموږ ادارې سيمې کې ژغورونکي عمليات پيل کړي؛ د چترال بېلابېلو سيلاب ځپلو سيمو ته مو خوراکي توکي او د اړتيا وړ نور څيزونه ورلېږلي؛ له اغېزمنو کورنيو سره مو نقدي مرستو لپاره فندونه هم جاري کړي دي او د مرستدويه ډلو له خوا عمليات دوام لري.))

د دې ترڅنګ د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې چارواکيو په راتلونکيو اوو ورځو کې به د چترال په ګډون په يو شمېر نورو سيمو کې د پشکال يا مون سون د نورو بارانونوخبر ورکړى چې په نتيجه کې يې د سيلاب راوتلو وېره هم څرګنده کړې ده.

په پاکستان کې هر کال د جولايي په مياشت کې د پشکال د موسمي بارانونو له امله په ګڼو سيمو کې سيلابونه راوځي چې ځاني او مالي زيانونه اړوي.

د يادونې وړ ده چې د ٢٠١٠م کال په همدې مياشت کې د خيبرپښتونخوا په ګډون د پاکستان په ډېرى برخو کې سخت سيلابونه راغلي وو چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٢٠٠٠ کسان مړه او تر ٢٠ ميليونو زيات بې کوره شوي ول.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG