د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

ارګ د ملا محمد عمر د مړینې په اړه څېړنه کوي


د افغانستان د جمهوري ریاست یوه سرچینه وایي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مړ شوی دی.

په داسې حال کې چې د ارګ یوه مؤثقه سرچینه د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مړه کېدل تائیدوي؛ خو د جمهوري ریاست ویاند وایي چې په دې اړه څیړنه کوي.

د ولسشمر ویاند ظفر هاشمي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د ملا عمر د مړه کېدو خبر رد یا تائید نه کړ؛ خو زیاته یې کړه چې دوی هم په دې اړه خبر ترلاسه کړی دی:

((موږ د افغان طالبانو د مشر ملا عمر د مړه کېدو خبرونه اوریدلي دي؛ موږ د دې راپورنو د څېړنو په حال کې یو؛ کله چې دا موضوع روښانه او صحت یې تائید شي؛ موږ به تاسو په جریان کې کړو.))

په همدې حال کې د ارګ یوه معتبره سرچینه وایي چې ملا محمد عمر په ۲۰۱۳ کال کې مړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د فدایي محاذ په نوم له طالبانو یوې جلا شوې ډلې وویل چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې وژل شوی دی.

په دې وروستیو کې د د نیوز په نوم د پاکستان یوې رسنۍ وویل چې ممکن د ملاعمر زوی محمد یعقوب چې ۲۶ کاله عمر لري؛ د طالبانو مشر شي، خو دې ورځپاڼې د ملا عمر د مرګ په اړه څه نه وو ویلي.

د ملا عمر د مړه کېدو خبر له دې وړاندې هم څو - څو ځله خپور شوی؛ خو طالبانو دا رد کړې او ویلې یې دي چې مشر یې ژوند دی؛ خو د امنیتي ملحوظاتو له امله یې ځای نه شي مشخصولای.

دا ځل د طالبانو د مشر د مړینې خبر په داسې حال کې خپریږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نوي پړاو ته ننوتلي دي او ټاکل شوې د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې د سولې دویم پړاو خبرې وشي.

د سیاسي چارو څیړونکی حاجي سید داوود وایي؛ په داسې وخت کې د طالبانو د مشر د مړه کېدو خبر طالبان په څو ډلو ویشي او د سولې پر بهیر منفي اغیز کوي.

((پرته له شکه، په هغه صورت کې چې ملا محمد عمر اخوند نه اوسي؛ د طالبانو مشرتابه تقریباً په درې برخو باندې تقسیمیږي؛ کله چې دا تقسیمیږي، طبیعي خبره ده چې هلته داعش هم په کمین کې ناست دی؛ یوشمېر طالبان به د دې پر ځای چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي؛ بیا هم جنګ ته ځي، زه فکر کوم چې د ده مرګ د سولې د خبرو په ګټه نه دی.))

هڅه مو وکړه چې د ملا عمر د مړینې د راپورونو په اړه دطالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم واخلو؛ خو ونه توانیدو.

خو په تیر کوچني اختر کې ملاعمر ته منسوب یو پيغام خپور شو او په هغه کې د سولې پر بهیر هم ټینګار شوی و.

څېړونکي بیا وایي، د ملا عمر د مړینې خبر اوس ځکه خپریږي چې نور پاکستان ته د ده د پټ ساتلو پلمه نه وه پاته او مجبوره و چې افغان حکومت ته یې د ښاغلي عمر د حضور په اړه د قناعت وړ ځواب ورکړی و.

XS
SM
MD
LG