د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

د ملا عمر مړينه د سيمې پر امنيت او د سولې پر خبرو يې اغېز


په داسې حال کې چې افغان دولت د افغان طالبانو د مشر ملا محمد عمر اخوند د مړينې پخلى کړى، نو د پاکستان د سياسي و سيمه ييزو چارو کارپوهان وايي چې د ملا عمر مړينه به په افغانستان کې دننه د طالبآنو ترمنځ رامنځته شوي اختلافات لا زيات کړي چې په نتيجه کې يې ښايي د سولې خبرو ته هم زيان ورسېږي.

افغان دولت او د افغانستان ملي امنيت د چهارشنبې په ورځ ناوخته تاييد کړه چې د افغان طالبانو مشر د ٢٠١٣م کال په اپريل مياشت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د پاکستان په يوه روغتون کې مړ شوى دى.

د افغان طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې تر تاييد وروسته داسې راپورونه ترسترګو کېږي چې د هغه د ځاېناستي پرسر د طالبانو ترمنځ اختلافات رامنځته شوي چې په نتيجه کې يې ځينې د ملاعمر د ٢٦ کلن زوى محمد يعقوب او ځينې نور بيا د پوځي چارو د مشر ملا اختر محمد منصور پر ټاکلو ټينګار کوي.

خو پوښتنه دا ده چې د افغان طالبانو د مشر مړينه به د افغان طالبانو په تحريک، د دوى په خپلمنځي اختلافاتو او د سيمې پر امنيتي وضعيت څومره اغېز وکړي؟

د پاکستان د سياسي چارو کارپوه مشتاق يوسفزي په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د ملاعمر تر مړينې وروسته ښايي د طالبانو خپلمنځي اختلافات زيات شي:

((د هر يو مشر خپل يو مقام وي، نو که فرض که دى (ملا عمر) د دې تحريک له منځه لاړ، نو يقيناً دا به د دوى لپاره ډېر غټ نقصان وي او دا خلک راغونډول او هغوى شاملول او بيا هغوى ته مشر ټاکل، دا به يو ډېر لوى ګران کار وي، ځکه چې د دوى داخلي اختلافات ډېر زيات دي، او بيا په داسې موقع باندې چې مشر له منځه لاړل شي.

نو يقيناً د دوى ترمنځ دا مسئلې شته او که فرض که دوى په يو ځاى باند کېنني او دوى په يو مشر متفق نه شي، نو دا خدشه چې د دوى ترمنځ نښتې هم وشي، لکه څنګه چې مخکې شوې وې.))

د ملا عمر د مړينې پخلى په داسې وخت کې شوى چې په دې وروستيو کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په پاکستان کې د سولې خبرې اترې پيل شوي او ټاکل شوې، چې ددغو خبرو دويم پړاو به هم د جمعې په ورځ په مري کې ترسره شي.
د سياسي چارو کارپوه عقيل يوسفزي ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا د ملا عمر مړينه به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې ټکنۍ يا له منځه يوسي وايي چې د افغان طالبانو د مشر مړينه ښايي د سولې پر خبرو اترو کوم اغېز ونه کړي.نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو وويل:

((د ملا عمر د مړينې نه بعد به مذاکراتي عمل کې هېڅ قسمه رکاوټ يا پېچدګي نه راځي، بلکې هغه خبره چې ده هغه به نوره هم اسانه شي او د هغې بنيادي وجه دا ده، چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو په مقابله کې سياسي خلک دي، هغوى حکومت کړى دى، هغوى يو صلاحيت لري، هغوى په دې نتيجه رسېدلي دي چې که موږ د سياسي عمل حصه جوړېږو، نو دا به زموږ او د هغو خلکو Survival وي چې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي، او که ددې نه بهر وي، نو هغوى دا قوت او صلاحيت نه لري چې هغوى افغان دولت او يا موجوده سيسټم سبوتاژ کړي.

نو زما خپل خيال دا دى، چې د مذاکراتو دا موجود عمل به اسان شي، ګران به نه وي.))

خو مشتاق يوسفزى بيا وايي، چې د طالبانو ځينو مشرانو لا له مخکې ددغو خبرو مخالفت کاوه او اوس ښايي د ملا عمر تر مړينې وروسته دا مخالفت لا زيات شي:

((ددې کې مختلف ګروپونه دي، هغه مخکې چې په مري کې کوم کسان ناست ول، نو طالبانو ويل چې دا زموږ نماېندګان نه ول. زما دا خيال دى، چې د خبرو لپاره به خلک راشي، د طالبانو مشران بۀ کېني، خو د هغو خبرو به اثر نه وي، ځکه چې هغه خبرې به مخکې ځي نه وي چې هغوى ستا خبرې نه مني، جنګ بندي نه کوي، نو بيا به زما په خيال ددې خبرو هېڅ اثر نه وي.))

له بلې خوا بيا عقيل يوسفزى په دې باور دى، چې د ملا عمر مړينه به د افغان او پاکستاني طالبانو پر تحريکونو اغېز وکړي او د هغوى ترورېستي فعاليتونه په ټکني کړي:

((بنيادي خبره دا ده، چې ملا عمر صيب د دواړه طرفه طالبانو کوم چې پاکستان کې طالبان تنظيمونه ول او يا افغانستان کې تنظيمونه ول، د هغې بلا شريکت غېر يو مشر و، امير و. د ډېر وخت نه شکوک و شبهات پيدا کېدل، چې هغه ژوندى دى که وفات شوى دى.

نو که يو طرفته ددې واقعې نه بعد پاکستايي طالبان تر څه نا څه حده پورې کمزوري شول، نو دغه رنګې افغان طالبانو ته هم يه ضربه ولګېده.))

که څه هم ملا محمد عمر په وروستیو کلونو کې د خپلو نژدې کسانو له سترګو پناه و، خو د اخترونو په څېر مناسباتو کې به د نوموړي پیغام د طالبانو د وېبپاڼې له لارې خپرېده.

د يادونې وړ ده، چې اسلام اباد ته نزدې په مري کې د افغان دولت او طالبانو د استازيو ترمنځ تر مخامخ خبرو وروسته ملا عمر ته منسوب په وروستي اختريز پېغام کې د سولې ددغو خبرو ننګه او هرکلىشوى و.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG