د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

د ملي امنیت اداره: ملامحمد عمر په مرموز ډول مړ شوی


د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي: ملامحمد عمر په مرموز ډول مړ شوی دی.

د ملا عمر د مړینې خبر پرون [چهارشنبه] د افغانستان جمهوري ریاست هم تائید کړ.

د طالبانو د مشر د مړینې خبرپه داسې حال کې خپور شوی چې د رپوټونو په حواله، د افغان حکومت او طالبانو استازي به د روانې اونۍ په پاي کې، په پاکستان کې سره وګوري.

دا به د دواړو خواوو ترمنځ دوهم وار رسمي خبرې وي. خو ایا د ملا محمد عمر مړینه پر دې خبرو اغیز کولای شي؟

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویاند حسیب صدیقي پرون ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د مشر مړینې په افغان طالبانو کې اختلافونه زیات کړي دي. حسیب صدیقي وړاندې وویل:

((په همدې دلیل، د طالبانو په منځ کې اختلافونه زیات شوي وو او د ځاي طلبي او قدرت طلبي فضا خوره شوې وه.))

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر [یوناما] ویلي چې له پاکستانه د ملا عمر د مړینې د خپریدل، پر دې ټینګار کوي چې د افغانانو د خپل منځي خبرو وخت را رسیدلی دی.

د یوناما ویاند ډومنیک میډلي، پرون په کابل کې د ملګروملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي پيغام ازادي راډیو ته ولوست. ډومنیک میډلي زیاته کړه:

((موږ دې ته پام کوو چې د ملا عمر د مړینې د خبرتائید له پاکستانه خپریږي. دا مسله خپله پردې ټینګار کوي چې د افغانانو ترمنځ د سولې د هر اړخیز بهیر وخت را رسیدلی دی .

افغانان دا موقع لري چې زړه پاڼه واړوي او پر هغو شرایطو او امکاناتو غور وکړي چې اوس مهال ټولو افغانانو ته په سوله کې د ژوند امکانات برابرولای شي.))

خو د واشنګټن په ودرو ولسن مرکز کې د افغانستان او پاکستان د سیاسي چارو څارونکی مایکل کوګلمن وايي، د ملا محمد عمر د مړینې خبر په داسې حساس وخت کې خپور شو چې افغان حکومت غواړي چې له طالبانو سره د سولې خبرې بریالۍ شي.

د کوګلمن په باور، دا یو مرموز پرمختګ دی او په داسې وخت کې د ملا عمر د مړینې د خبر خپریدل د افغانستان د سولې هڅو ته زیان رسولای شي.مایکل کوګلمن:

((د افغانستان حکومت تائید کړه چې ملا محمد عمر څوکاله مخکې مړ شوی دی. ولې دا خبر د سولې د مذاکرو تر پيل مخکې اعلان نه شو؟ ولې تیرکال دا اعلان ونه شو؟ ولې اوس دا خبره وشوه؟ په دې کې شک نشته چې د ملا عمر د مړینې خبر به طالبانو ته ډيرې ستونزې پیدا کړي.

دا به په طالبانو کې د رهبرۍ د نشتوالي بحران رامنځ ته کړي چې حتی، ښايي ډير خونړی وي چې د سولې له خبرو د طالبانو تمرکز اړولای شي.))

د افغانستان د ولسمشر د دفتر خبرپاڼه چې پرون یې د ملا محمد د مړینې خبر تائید کړ، وايي چې اوس د سولې لپاره زمینه د پخوا په پرتله زیاته مساعده ده . په خبر پاڼه کې له ټولو مخالفو ډلو غوښتنه شوې چې له دې موقع کار واخلي او د سولې له هڅو سره یوځاي شي.

خو د افغانستان او پاکستان د سیاسي چارو څارونکی، مایکل کوګلمن له دې سره مخالف دی او وايي چې د ملا عمر مړینه به د طالبانو د بیلا بیلو ډلو ترمنځ کړکیچ او اختلافزیات کړي. مایکل کوګلمن:

((زه فکر کوم چې طالبان به اوس تر هرڅه زیات، د خپل نوي مشر په ټاکلو غور کوي. د دوي تمرکز به د نوي مشر پر غوراوي وي او زه نه پوهیږم چې د افغانستان د حکومت تر دې اعلان وروسته به چې د طالبانو لوي رهبر نور نشته ، د سولې خبرې څرنګه پرمخ ولاړي شي؟))

کوګلمن وايي، سره له دې چې د ملا عمر د مړینې خبر په پاکستان کې خپور شوی خو فکر نه کوي چې دا د کابل او اسلام د حکومتونو ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي ځانګړی اغیز وکړي.

XS
SM
MD
LG