افغان صنعت کاران شکایت کوي چې ستونزوته یې سمه پاملرنه نه کیږي او په ځينو برخوکې یې د کارپه وړاندې خنډونه ډيرشوي دي.
دوی وایي، اوس هم ډيرهغه مواد چې د هېواد دننه تولیدیږي له بهره را واردیږي او دې کارد دوی تولیدات کم کړي دي.
په داسې حال کې چې د ملي وحدت حکومت، اقتصادي ستونزوته د حل لارموندنې ژمنې کړي دي د هېواد یو شمېرصنعت کاران وايي، د وخت په تیریدو سره یې کارونه کمزروي شوي دي.
دوی وايي، د حکومت ژمنو یې یوازې هیلې را ژوندی کړي خوپه عمل کې څه نه دي شوي.
په ننګرهارکې د تیلو او صابون جوړونې فابریکې مسول محمد قاسم یوسفي ازادي راډيوته وویل، له پخوا امنیتي ستونزې ډيرې شوي او د بریښنا، ځمکو او په ځينو نورو برخوکې یې د ستونزوکمیدو ته کار نه دی شوی:
((د ملي وحدت حکومت له راتګ سره زموږ هیلې ډيرې شوي وې خو اوس ګورو چې څه خاص کارنه دی شوی موږته یوازې خوشبینی راکول کیږي او بس ترڅو به موږ په هیلو چلیږو په ډيرو برخو کې ستونزې ډيرې شوي که امنیت وښیم که ملاتړ وښایم او که زموږ تولیداتو ته پاملرنه.))
افغانستان که له یوې خوا اوس هم د ضرورت وړډيرمواد له ګاونډیو او بهرنیو هېوادونو واردوي له بلې خوا توانیدلی چې د ټولو ستونزو سره د خوراک بېلابېل مواد، پلاستیکي سامان الات، غیرالکولي مشروبات او په لسګونو نورمواد د هېواد دننه تولید کړي.
په همدې حال کې ځیني افغان صنعتکاران شکایت کوي چې لاهم د بهره ډيرهغه مواد راوردیږي چې دوی یې په افغانستان کې تولیدوي.
د کوثرپایپ مسول محمد یعقوب وايي، په یوه ورځ کې تر دیرشو ټنو پایپونه تولیدولای شي خو دا چې د داخلي دغو خرڅلاوکم دی د دوی په کار یې بده اغیزه کړې ده:
((شل کاله مې همدا کارپه پاکستان کې وکړ اخرچې په افغانستان کې زموږپه تولیداتو محصول زیات شو، موږ خپله ماشینري دلته راوړه خو اوس ګورو چې تولیدات مو د دیرشو ټنو څخه پنځو ټنو ته رسیدلي دي خو هیله راکول کیږي چې کارونه ښه کیږي نو موږ هم منتظر یو.))
دا په داسې حال کې ده چې د ایسا یا په افغانسان کې د پانګونې د ملاتړاداره د صنعت کارانو دا ستونزې تاییدوي او وايي چې په تیرکې یې د حل کولو لپاره سمه پاملرنه نه ده شوي.
د دغې ادارې نوي ریس قربان حقجو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د دې لپاره چې د صنعت کارانو ستونزې ځانګړي شي یوه ملي پالیسي جوړوي او پرې به نږدي چې په هېواد کې کومه پانګونه ناکامه شي:
((د مرستو پیسو زموږ خلک تمبل کړي دي موږ عادت کړی چې پیسې ولګوو او غټې غټې خبرې وکړو خو دا مو هیره ده چې صنعت ته هیڅ پاملرنه نه ده شوي.
موږ باید د دې ستونزې د حل اقدام وکړو داسې چې تر هغې ارام نه کښینو چې د صنعت کارانو یوه یوه ستونزه حل نه کړو او یا دا چې د ډاډ وړځواب ترلاسه نه کړو.))
هغه وايي چې د مالیې، فساد، امنیت، بریښنا او زیربنایي کارونوپه برخه کې ترټولو ډیرشکایتونه دي چې دوی به پرې کار وکړي.
له یوې خوا د صنعت کارانو شکایتونه او له بلې خوا د ژمنوله پاسه ژمنې داسې مهال کیږي چې ویل کیږي د تیرو شپږو میاشتو راهیسې په هېواد کې د پانګونې کچه دیرش فیصده کمه شوي ده.
افغان کارپوهان وايي، حکومت باید په هېواد کې د کار موندنې، اقتصادي پرمختګ او بسیا کیدو لپاره د صنعت کارانو ستونزې کمې ونه نیسي او په کارده چې اوس مهال هغې ته ډیر پام وکړي.
یوسف خان ځدراڼ