د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

افغان حکومت ته د شهروند مسئول په نوم د یوې مدني ټولنې وړاندیزونه


د شهروند مسئول په نوم د مدني ټولنې یو بنسټ وایي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په دویم پړاو خبرو اتروکې باید اوربند وشي او په افغانستان کې جګړه ختمه شي.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرواترو د دویم پړاو په درشل کې د شهروند مسئول په نوم یوبنسټ حکومت ته د سولې د پروسې په برخه کې یو لړ پیشنهادونه وکړل.

د دې بنسټ غړو د چهارشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل چې حکومت باید د سولې د خبرو اترو جزیات له خلکو سره شریک کړي.

د شهروند مسئول بنسټ یوه غړي عبدالله احمدي د خپل پریکړه لیک په یوه برخه کې وویل:

((د هېواد په بېلابېلو برخو کې باید یوه عمومي اوربند او د جګړې د پای ته رسیدو اعلان وشي، ترڅو خلک د دې پروسې په اړه باوري شي، د افغانستان حکومت باید په دې پوه شي چې د جګړې قربانیان د سولې د خبرو اترو په یوه اړخ کې دي او نباید د دوې غوښتنې له پامه وغورځول شي.))

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې ټاکل شوې د سولې دویم پړاو خبرې اترې د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې ترسره شي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لومړی دور رسمي خبرې شاوخوا درې اوونۍ مخکې د پاکستان په مري کې وشوې.

د شهروند مسئول په نوم د دې بنسټ غړي ټينګارکوي که چېرې د سولې د خبرو په برخه کې د دوې غوښتنې ونه منل شي نو د سولې پروسه به ناکامه وي.د دې ادارې غړی ودود پدرام پدې اړه وایي:

((کومې غوښتنې چې موږ مطرح کړي دي، د خلکو اندیښنې دي، که چېرې دغو غوښتنو ته پام ونه شي، د سولې پروسه به بریالۍ نه وي او د خلکو اعتماد به د دې پروسې په اړه له منځه لاړ شي.))

خو تردې وړاندې د سولې عالي شورا ویلي چې د سولې په خبرو اتروکې به ملي ګټې په پام کې ونیول شي او په دې اړه به له مدني ټولنو او سیاسي کړیو لازمې مشورې واخیستل شي.

یو شمېرمدني ټولني وایي چې پاکستان د سولې د خبرو اتروپه برخه کې هیڅ کله صادقانه عمل نه دی کړی او دا ځل افغان حکومت باید له پوره دقته کار واخلي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG